1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پراختيايي بودجه څه ده؟

۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

پراختيايي بودجه د عادي بودجې برخلاف د هیواد پراختيا په پام کي نيسي او د دولت د منظم پلانونو له مخې تنظيميږي.

https://p.dw.com/p/14fI2
انځور: picture-alliance/dpa

پراختيايي بودجه په عادي مصارفو کې نه معامله کيږي، بلکي د ادارو د موثرو پراختيايي پلانونو په واسطه تعين اومصرفيږي. خو مخکي له دې چې د پراختيايي بودجې پر ستونزو خبري وشي ښه به وي ترڅو لومړی ملي بودجه وپیژندل شي.

ملي بودجه څه شی ده؟

ملي بودجه پخپله يو مصرفي پلان دئ چې بېلابېل ارګانونه او ادارې يې د اړوند کارونو د پرمخ بيولو له پاره ترتيب او په مصرف رسوي. بودجه البته په دولتي ادراو کي د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د مصرف جواز پيدا کوي، په دې ډول چي د ماليې وزارت د هيواد داړتيا په پام کې نيسي او اړوندو وزارتونو او ادراو ته د اړتيا وړ بودجه ځانګړې کوي او د تصويب لپاره يې پارلمان ته ليږی، په پارلمان کې تر هراړخيزي څېړنې وروسته (که لازم وبلل شي په بودجه کې بدلون هم راتلای شي) تائيدوي ئې او د نوموړي تائيد وروسته وزارتونه او ادارې قانوناً د مصرف اجازه لري.

ملي بودجه دوې برخي لري:

۱- عادي بودجه
۲- پراختيايي بودجه

عادي بودجه دهيواد اړوند ادارو عادي مصارف، چي ډيره برخه يې معاشونه او اداري مصارف تشکيلوي، په برکي نيسي. نوموړي بودجه د مامورينو په شمير پوري مستقيمه اړه لري په دې معنا چي د مامورينو د شمير په زياتيدو سره زياتيږي او د مامورينو د شمير په کميدو سره کموالی پيدا کوي. د مامورينو د شمير ترڅنګ يوبل فکتور چي په دې ډول بودجه تاثيرات لري هغه هم اداري مصارف دي، ترڅو اړونده اداره وکولای شي د ادارې عادي اړتياوې پوره کړي مثلاً دسون توکو(تيل،ګاز،..... ) او نور مواردو کې (دولايتونو او يو شمير رياستونو د دسترخوان مصارف چي عموماً په مېلمستياوو مصرف کيږي) په پام کي نيول کيږی.

پراختيايي بودجه د عادي بودجې برخلاف دهيواد پراختيايي اړخ په پام کې نيسي او د وزارتو او نورو ادارو د منظمو پلانونو او پروژو پر اساس تنظيميږی. پراختيايي بودجه په عادي مصارفو کې نه معامله کيږي، بلکي د ادارو د موثرو پراختيايي پلانونو په واسطه تعين او مصرفيږی. هر وزارت او د هغې اړوند ادارې د قانون په چوکاټ کې د نوموړو مصارفو د مصرف حق پيدا کوي او نوموړی مصرف د هري ادارې په کيفايت اواستعداد پوري مستقيماً اړه لري، چي معلومه شي چې له تخصيص شوي بودجې څخه څه ډول استفاده کوي.

پراختيايي بودجه ولې نه مصرفیږي؟

د افغانستان د ماليې وزارت ارقام او وړاندوينه ښيي چې د ملي بودجې زياتره برخه پر بهرنيو مرستو ولاړه ده چې د هغې له جملې څخه يې پراختيايي بودجه په مکمل ډول د خارجي هيوادونو د مرستو او د نړيوال بانک، د اسيا پراختيايي بانک اونورو څخه د پور اخيستلو له لاري تمويليږي. عادي بودجه يوازي په سلو کي ۶۵ د کورنيو عوايدو اوپاتي ۳۵ يې له بهرنيوهيوادونو څخه تمويليږی. د ملي بودجې د نوموړي حالت په پام کې نيولوسره بيا هم په تيرو څوکلونو کي حتی يو وزارت هم په دې ونه توانيد چې خپله پراختيايي بودجه مصرف کړي.

دا کار په دوامداره ډول له يو کال څخه بل کال ته تکراريږي، د بيلګي په ډول که ورستيو دريو ۱۳۸۸ ،۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ ش کلونو پراختيايي بودجو ته وکتل شي هيڅ وزارت په دې نه دئ توانيدلی چي پراختيايي بودجه مصرف کړي. په ۱۳۸۸ لمريزکال کې د ټولي پراختيايي بودجې په سلو کي ۴۴ مصرف شوي او پاته۵۶ په سلو کې پراختيايي بودجه له مصرف څخه پاته شوې ده. دغه حالت په ۱۳۸۹ لمريز کال کې هم دوام پيدا کړ او د نوموړي کال له پاره د پراختيايي بودجې ۴۳ په سلو کې مصرف او پاته ۵۷ په سلو کې له مصرف څخه پاته شوې ده.

که د ۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ کلونو پراختيايي مصارفو ته وکتل شي، دا څرګنديږي چې په ۱۳۸۹ کال کې د وزارتونو اجراأت کمزوري شوي دي، ځکه چې په ۱۳۸۸ کال کې د پراختيايي بودجه ۴۴ په سلو کې او په ۱۳۸۹کال کې ۴۳په سلو کې مصرف شوې ده او دلته ښيي چې په۱۳۸۹کال کې د وزارتونو اجراأت نسبت ۱۳۸۸کال ته کمزوري ول.

که چيري د ماليې وزارت او نورو وزارتونو د تير۱۳۹۰کال، کاري او مالي راپورونو ته وکتل شي حتی يو وزارت هم په دې نه دئ توانيدلی چې خپله پراختيايي بودجه مصرف کړي او دا حالت دا څرګندوي چې نوموړي ستونزه يوه دوامداره ستونزه ده چې حلول يې ضروري دي.

د پراختيايي بودجې نه مصرف ممکن دغه علتونه ولري:

۱- په وزارتونو او اړونده اداراو کې د باکیفایت او په کارپوه کارمندانو نشتوالی.
۲- په وزارتونو او اداراو کې د فساد او بیروکراسۍ موجودیت چې له امله يې د ولایتونو کارونه او وړاندیزونه پخپل وخت نه اجرأ کیږي.

۳- د باصلاحیته او مسئولیت لرونکو نهادونه لکه جمهوري ریاست، د کنترول او تفتیش ملي اداره او پارلمان د کنترول نشتوالی.
۴- د امنیتي ستونزو موجودیت چي بې له شکه د پرمختيايي پروژو د بشپړیدو مخه نیسي.
۵- په ټاکلي وخت کي د مرسته کوونکو هیوادنو د مرستو نه سپارل.

د پراختيايي بودجې نه مصرفیدل څه تاثیرات لري؟

د پراختيايي بودجې نه مصرفیدل هیواد او ولس د يو ناوړه حالت پر لور بیايي: له یوې خوا د ولس ستونزي ناحل پاتيږي او له بلې خوا مرسته کوونکي هیوادونه له افغانستان سره مرستې کموي، ځکه د پراختيايي بودجې نه مصرف دا معنا لري چې وزارتونه او یا په مجموع کې د افغانستان دولت د دې توان نلري چې نوموړي مرستې مصرف کړي.

پراختیايي بودجه څنګه په ښه ډول مصرفېدلای شي؟

د دې لپاره چې پراختيایي بودجه په سم ډول مصرف شي له يوې خوا دولت او پارلمان دواړه باید په مشترک ډول کار وکړي او د پراختيايي بودجې د نه مصرف عواملو(په لیکنه کې مشخص شوي دي) ته د حل لاره پیدا کړي او د هر کال په اوږدو کې اداري او پراختيايي کارونه کنترول کړي، له بلې خوا د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته پکار ده چې ادارو ته د روابطو پر ځای د سوابقو او ضوابطو پر اساس خلک وروپیژني تر څو ادارت تقویه شي او په اداراتو کې د کار وړتيا زیاته شی. د دې ترڅنګ دولت بايد په اداراو کې د مجازاتو او مکافاتو اصل پلي کړي ترڅو کارکوونکي مسئولیت احساس کړي او د غيرقانوني اجرأتو له امله مجازات مګر د ښه کار په بدل کې وستایل شي او امتیازات ورکړل شي.

گل شاه صبري
کتونکی: نجيب الله زيارمل