1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پراروپا باندي د بریدونو څپه

۱۳۹۶ مرداد ۲۸, شنبه

په اوس وخت کي اروپا د بریدونو د یوې سختي څپې سره مخامخ ده. د هسپانیې تربریدونو وروسته پرون په فنلنډ کي د چاړې په وهلو کي دوه کسه ووژل سوه او نن بیا په روسیه او سدني کي هم حملې تر سره سوې.

https://p.dw.com/p/2iUqp
Finnland Messerangriff in Turku
انځور: Getty Images/AFP/J. Riihimaki

د هسپانیې تر بریدونو وروسته پلټونکي د هغوی د طراحانو په سخت تعقیب کي دي. امنیتي مقامات ددغو حملو تر شا اوس د یوه دولس نفره سازمان سوي ترهگري شبکې اټکل کوي. د هغوی په خبره ترهگرانو تردې هم سختي حملې پلان کړي وې. یوازي د هسپانیې د بارسلونا په حمله کي ۱۳ کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ اضافه ټپیان سوي دي، چي د ۲۸ تنو وضعیت یې خراب دی. د ټپیانو په منځ کي ۱۳ کسه جرمنیان هم سته. داچه ولي د هسپانیې د کتلونیاپه منطقه کي دغه ډول حملې تر سره سوې او نه د هسپانیې په نورو برخو کي ، په راتلونکي مطلب کي به یې په مشرح ډول سره درته وړاندي کړو.

د بلي خوا پرون جمعه په فنلنډکي د چاړې په وهلو کي هم دوه کسه ووژل سوه، چي د پولیسو په حواله هغه هم یو ترهگري برید ؤ. امنیتي چارواکي پر یوه ۱۸ کلن مراکشي باندي شک لري ، چه دغه عمل یې سرته رسولئ دی.

نن شنبې بیا د روسیې د شمال سایبریا د سورگوټ(Surgut) په ښار کي هم په چاړې مسلح یوکس د خلگو په منځ ورگډ او ۸ تنه یې زخمیان کړل. هغه وروسته د پولیسو لخوا وویشتل سو.

په همدې حال کي بیا نن د اسټرلیا په سدني ښارکي یو موټر چلونکئ په یوه گڼه گونه بازار ورگډ او حداقل ۱۲ تنه یې ټپیان کړل، چي په منځ کي یې یو کوچنئ هم شامل ؤ. ویل کیږي ، چي موټروان تکلیف درلودئ او مریض ؤ. پولیسو هم ویلي دي ، چه هغه خپل موټر قصدأ د خلگو په منځ باندي نه دی ورگډ کړئ. د ټپیانو د جملې څخه یوه ښځه وروسته په روغتون کي مړه سوه، خو نور سطحي ټپیان دي.

پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم وگورئ(26.10.2016)