1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرتگال د سپما نوې پلانونه اعلانوي

۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16QcF

په پرتګال کې د سپما نوې پلانونه اعلانیږي. له دې سره نو دولت غواړي چې په ۲۰۱۳ کال کې ځینې مالیات لوړې کړي او په خپلو مصرفونو کې کموالی راولي.

ویل کیږي چې د سپما دغه پلانونه تر اوسه پورې د پرتګال له خوا اعلان شوي تر ټولو سخت پلانونه دي.

د ۲۰۱۳ کال د بودجی د سپما په پلانونو کې پر عاید باندې د مالیې لوړوالی، د بیکاري، تقاعد او مریضې د پېسو راکمولو شامل دي.

ښایي تر دې اعلان وروسته په پرتګال کې نورې مظاهرې هم وشي.