1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرطالبانوباندي فشار به دهغوی سره دسولي سبب وګرزي

۱۳۸۸ دی ۲۹, سه‌شنبه

د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي دي چي د افغاني حکومت او د لوړ رتبه طالبانو ترمنځ د سولي په باب خبري شايد ستونزمي وي ، خو د کښته رتبه او عادي طالبانو سره د جوړ جاړي امکانات موجود دي

https://p.dw.com/p/La6x
انځور: picture alliance / dpa

ګېټس دغه څرګندوني و هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر وخت په الوتکه کي د خبريالانو سره د خبرو پر وخت وکړې .

ګېټس د حامدکرزي د هغو څرګندونو په هکله خوښي وښوول چي ويلي يې وه د طالبانو سره د خبرو اترو دپاره به يې حکومت نوي کوښښونه پېل کړي . خو ده پدې هلکه شک ښکاره کی چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر او نور لوړ رتبه طالبان به خپلې وسلې پر مځکه کښيږدي او سولې ته به حاضر سي .

ګېټس وويل چي تر کومه وخته چي په جګړه کښي وضعه نه وي تغير سوې ،شايد دغه طالب مشران خپله وسله پر مځکه کښېنږدي .

ګېټس وويل: « زما د شخصي نظره وايم، چي د ملا محمد عمر سره و سولې ته رسېدل به زما دپاره ډېر د تعجب وړ خبره وي .»

د امريکا د دفاع وزير اضافه کړه : « زه فکر کوم چي تر کومه وخته چي په جنګ کي داسي تغير نه وي راغلی ، د کوم پر اساس چي طالب مشران پوه سوي نه وي چي دوی جنګ نسي ګټلای، نوددې امکانات بيخي لږ دي چي طالب مشران دي سولې کولو ته حاضر سي .»

ګېټس زياته کړه چي په سيميزه او ولايتي سطحه ښايي ډېر وسله وال د فشار له وجې جوړ جاړي ته تيار سي ، البته هغه وخت چي دوی پدې پوه سي چي د جنګ د ګټلو چانس يې نسته . دی اضافه کوی ددغسو وسله والو او د هغوی د کورنيو د امنيت ساتنه بايد وسي .

رابرټ ګېټس او دهغه لوړرتبه جنرالانو پخوا لا ويلي دي چي تر کومه وخته چي د وسله والو پر ضد په جنګ کي پرمختګونه نه وي رامنځته سوي، د سولي امکانات کم دي . د حامد کرزي وياند وحيد عمر د يکشنبې په ورځ وويل چي د سولې په هکله د افغانستان د نوي پلان جزيات به د لندن تر کانفرانس وروسته اعلان سي . دا چي د طالبانو سره د سولې په هکله د افغاني حکومت پلانونه پخوا هم د ناکامۍ سره مخامخ سوي دي ،د وحيد عمر په خبره دا پلابه د سولي دپلان اقتصادي اړخ هم په پام کي ونيول سي . دده په نظر ډير کسان د پيسو له وجي د طالبانو سره ولاړ دي اونه د سختي اسلامي آيډيولوژۍ پر اساس .

حامد کرزي تر دمخه هم طالبانو ته د سولي پيشنهادونه کړي دي ،خو طالبانو تر اوسه پدې دليل هغه رد کړي دي، چي تر کومه وخته چي خارجي ځواکونه په افغانستان کي وي ،د حکومت سره به خبرو ته نه کښيني .

ګېټس پدې باب خپله خوشبيني وښووله چي ښايي نوي امريکايي بحري پوځيان په هلمند کي طالبان دې ته مجبوره کړي چي د ښارونو او کلو څخه ووزي . ګېټس وويل : «زه فکر کوم چي خلک و هلمند ته د نوو امريکايي بحري عسکرو د مخکني مثبتو اغېزو څخه اوس لا خوشبينه دي . خو اوس لا ډېر وختي دی چي څوک د بريا څخه خبره وکړي .»

AFPE/ ولي اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري