1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرمختلونکي هيوادونه هم په نړيوال اقتصادي بحران کي شکېل دي

۱۳۸۷ بهمن ۱۱, جمعه

هغه مهال چې اقتصادي بحران لا په شروع کېدو او له يوهء هېواده څخه بل هېواد ته په خپرېدو و، د نړۍ په ځينو برخو کې دغه هيله موجوده وه چې پرمختلونکي هېوادونه به د دغه بحران ناوړه اغېزې نه محسوسوي.

https://p.dw.com/p/Gjs5
په سويزرلنډ کي د نړيوال اقتصادي بحران په اړه د ۴۰ هيوادونو د استازو غونډه
په سويزرلنډ کي د نړيوال اقتصادي بحران په اړه د ۴۰ هيوادونو د استازو غونډهانځور: AP

په تېرو څو کالونو کې پرمختلونکو هېوادونو لږ خو د ډاډ وړ اقتصادي پراخوالی موندلی دی. او په داسې حال کې چې پرمختلونکي هېوادونه په نړيوال اقتصادي جوړښت کې هومره مهم رول نه لوبوي، نو داسې تصور موجود و چې د ونډو په نړيوالو بازارونو کې رامنځته شوې ستونزې به په هغو باندې داسې ناوړې اغېزې نه لري او دوی به د دې امکان ولري چې له دغو پايلو څخه ځانونه وژغوري.

خو ستيفن روچ چې د مورگن ستنلي ايشيا په نامه د يو نړيوال مالي شرکت مشر دی وايي چې نړۍ په يو تاريخي اقتصادي بحران کې ښکېله ده او هيڅوک ترې نه ځان نه شي ژغورلي: «دغه به د دويمې نړيوالې جگړې راهيسې لومړنی کال وي چې په نړۍ کې ناخالص ټولنيز توليد به پسې کميږي. علت يې په پرمختللې نړۍ او لويو صادروونکو هېوادونو کې هغه رکود دی چې هيڅوک ترې نه ځان په هيلو او خيالونو نه شي ساتلی. هر عمومي پرمختلونکی اقتصادي سيستم يا په ښوېيدو دی او يا په اقتصادي رکود کې ښکېل شوی دی»

د جنوبي افريقا د ماليې وزير ترېور مانوېل دغه نظر تاييدوي:«زه فکر کوم چې د افريقا لنډ مهاله وړاندکتنې ډېرې ستونزې راپه گوته کوي او موږ بايد دې ستونزو ته ځواب ووايو.»

نړيوال اقتصادي بحران پر غريبو هيوادونو ډيره بده اغېزه کړې
نړيوال اقتصادي بحران پر غريبو هيوادونو ډيره بده اغېزه کړېانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

دا چې نړيوال اقتصادي بحران پر غريبو هېوادونو باندې څومره ناوړه اغېزې درلودلی شي، د مالي چارو د نړيوال انستيتوت په اټکلونو کې څرگنديږي. د مهمو مالي شرکتونو دغه تجارتي انجمن اټکل کوي چې په پرمختلونکو هېوادونو کې به د شخصي پانگونو کچه دوه په درې برخې کميږي، يعنې له پروسږ کال 466 مليارډو ډالرو څخه به دغه کچه سږ کال 165 مليارډو ډالرو ته ښکته شي. د جنوبي افريقا د ماليې وزير مانوېل دغه خبره تاييدوي: زه پوهېږم چې په ځينو برخو کې پانگونه کمه شوې ده. د کانگو په دموکراتيک جمهوريت کې تقريبا اته څلويښت د کانونو پروژې شته چې اوس اوس د تړل کېدو په بېلابېلو پړاوونو کې واقع دي.»

اکثره غربي هېوداونو په داسې شرايطو کې د حکومتونو له لوري ځينې دا ډول کمپنۍ چې د ټول اقتصاد دپاره مهمې گڼل کيږي، رانيسي . خو په جنوبي افريقا کې د ترانس نېت د اکمالاتو او بارچالانۍ د شرکت مشر، ماريو راموس وايي چې پرمخلتونکي هېوادونه دغه امکانات نه لري:« د هېښتيا خبره دا ده چې شته من هېوادونه د ژغورنې د پروگرامونو وس لري، او زه پوهېږم چې په بحراني حالاتو کې دغو استثنايي چارو ته اړتيا ده، خو واړهء او حتی لوی پرمخلتونکي هېوادونه د دې وس نه لري چې د ژغورنې دغه استثنايي پروگرامونه پيل کړي».

ډېرۍ کارپوهان دغه څرگندونې مني، خو په نړيواله کچه د مالي او اقتصادي بحران د له منځه وړلو لارې چارې ورو پر مخ روانې دي. په بحراني حالاتو کې فقط يوه نسخه پاته کيږي، هغه د څو اړخيزو اړيکو پياوړي کول او د گډو حل لارو لټول دي.