1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرمختيايي مرسته دخارجي سياست ديوې وسيلې په حيث

۱۳۸۸ مرداد ۶, سه‌شنبه

جرمني د افريقا په وړاندي د يوه نوي هراړخيز سياست په سر کښي قرار لري . اوافغانستان هم د پرمختيايي، خارجي او امنيتي سياست د يوې نوي همکارۍ ازمايښتغالی جوړ سوی دی ...

https://p.dw.com/p/Iyxa
د GTZ لخوا په روزګان کښي يوه پرمختيايي پروژه
د GTZ لخوا په روزګان کښي يوه پرمختيايي پروژهانځور: picture-alliance/ dpa

د پرمختيايي چارو سياست، د خارجي سياست په علايقو پورې ډير نژدې تړاو لري . دغه وينا لکه يو متل غوندي د پرمختيايي مرستو همزولې ده. په افريقا او آسيا کې د اروپا د مستعمرو تر خپلواکۍ وروسته دواړوسترو قدرتونو، هر يو د امريکا متحده آيالتونو او شوروي اتحاد د شلمي پېړۍ په دويمه نيمايي کې هڅه وکړه چې دغه نوي منځ ته راغلي دولتونه د پرمختيايي پيسو د لاري په ځان پوري وتړي .

په دې ترتيب يې سوړ جنگ د نړۍ گوښه او ليري پرتو ځايونو ته هم وغځاوه. نور هېوادونه لکه فرانسه په دې مشهور وه چې شکمنو زورواکانو ته به يې د ډېرو پيسو د ورکړي د لاري هڅه کوله چې د خپلو پخوانيو مستعمرو وفاداري وساتي . خو ډېر لږ وخت مسوولو کسانو، حتی په آلمان کې، هومره په شفافه توگه په خارجي چارو کې د پرختيايي سياست رول يادوه لکه نن چې کيږي .

بېرند ايزن بلېتر چې دجرمني د يو پرمختيايي سازمان يعني د تخنيکي همکارۍ د ټولني چې په لنډ ډول GTZ ياديږي، ادارې سروال دی، وايي چې دغه ټولنه د امنيتي سياست يوه وسيله هم ده .

Imagine Foto-Safari Projekt der GTZ

دی اضافه کوي ،«موږ گورو چې د غير ثابتو رژيمونو شمېر نه کميږي . فقط افغانستان، سوډان او يا د کانگو دموکرات جمهوريت ته فکر پکار دی . د شخړو شمېر هم لوړ دی چې د عواملو په وړاندي يې د امنيتي سياست په کلاسيک ډول مبارزه نسي کېدای . بلکه د دغو عواملو پر ضد بايد تر ټولو زيات د اغېزمنې پرمختيايي همکارۍ د لارې مبارزه وسي .»

کله چې د سپتامبر پر يولسمه نېټه يو شمېر تروريستانو لوی زبرځواک يعني د امريکا متحده آيالتونو ته وښودل چې څومره ژر ژوبلېدای شي، نو غرب ته يې هم ورپه گوته کړل چې : گواښ نور د غوړېدونکو او سيالو هېوادونو لخوا نه، بلکه د ضعيفو او له منځه تلونکو هېوادونو له لوري ورته متوجه دی . افغانستان، چې د القاعده پټنځای دی، نه يوازي يو نظامي هدف وگرځېد، بلکه د غرب د پرمختيايي پيسو يو تر ټولو مهم اخېستونکی هېواد هم جوړ شو.

افغانستان سربېره پر دې د پرمختيايي، خارجي او امنيتي سياست د يوې نوي همکارۍ ازمايښتغالی جوړ شو. پرمختيايي سازمانونه، پوځيان او پوليس هلته په پي ار تي گانو، يعني د ولايتي بيا رغاوني په ټيمونو کې گډ کار کوي . ډېر ځله عسکر داسي کارونه کوي چې په اصل کې د پرمختيايي مرستو ملکي دندو پوري اړه لري . غربي حکومتونه غواړي چې په دغو چارو کې غيردولتي سازمانونه هم شريک کړي . خو هغوی خپل مخالفت ښکاره کوي . دا د يورگن ليزر څرگندوني دي چې د VENRO په نامه د آلمان د پرمختيايي چارو د غير دولتي سازمانونو يوې ټولني پوري اړه لري .

دی اضافه کوي ،«په زياتېدونکې کچه امنيتي ستونزي، چې يې په تېرو کلونو کې د مرستندويه ټولنو په صفت لرو، دې پوري هم اړه لري چې ملکي او نظامي دندي سره گډي شوي دي . دا ددې سبب گرځي چې مقاومت کونکي ځواکونه په افغانستان کې د وسله والو ځواکونو تر منځ چې طبعأ د اشغالي ځواکونو په حيث ورباندې حمله کوي او غربي ډوله مرستندويه ټولنو تر منځ توپير نه کوي، ځکه چې هغوی داسي تصور لري، چې مرستندويه ټولنې له غربي ښکېلاکي ځواکونو سره گډ کار کوي . »

دا چې د افغانستان مثال، چې خارجي سياست، نظامي ماموريت او پرمختيايي مرستي پکښې يو ځای شوي دي، موډل دي او يا ځانگړې استثنأ، تر اوسه پوري په آسانۍ سره نسي ويل کېدای . په عنعنوي توگه د جرمني تر ټولو لويه برخه پرمختيايي پيسې افريقا ته رواني دي، هغه داسي يوه لويه وچه ده چيري چې په تېرو لسيزو کې د آلمان اتحادي جمهوريت خپلې علاقې او لېوالتياگاني ډېری نه دي مطرح کړي .

د GTZ لخوا په هندوستان کښي يوه پرمختيايي پروژه
د GTZ لخوا په هندوستان کښي يوه پرمختيايي پروژهانځور: GTZ/Michael Netzhammer

دا ددېنيس تول څرگندوني دي چې د علم او سياست د بنسټ د افريقا د چارو کارپوه دی ،«داسي ويل کېدای شي، چې په آلمان کې د افريقا په وړاندي سياست په لسيزو لسيزو يوزاي په پرمختيايي چارو باندي محدود ؤ. که په کوم هېواد کې به پرمختيايي سياست نه و، نو هلته به هيڅ سياست نه کېدهء.»

خو اوس د افريقا په لويه وچه کې ډېر تغييرات رامنځته شوي دي . په ځينو هېوادونو کې اقتصاد په تېرو څو کلونو کې پراختيا موندلې ده . دغه پراختيا د نړيوال بحران په ترڅ کې بېرته کمه شوې ده، خو ډېر شرکتونه بيا هم افريقا ته متوجه شوي دي . چين، هند او نور نوي سيالان د افريقا بازار ته رامات شوي دي . په عين وخت کې په دغه لويه وچه کې په تېرو دوو لسيزو کې بې ساري خونړي کړکيچونه او بې ثباتۍ هم رامنځته شوي دي . دغه حقيقت د آلمان د افريقا پر سياست باندې هم تأثير اچولی دی .

دی بيا وايي ،«په تېرو څو کلونو کې د افريقا سياست د پراخېدو خوا ته روان شوی دی . په ځينو هېوادونو کې، لکه په کانگو کې، د امنيتي سياست په برخه کې ورسره ملاتړ او گډ کار شوی دی، چې د کلاسيک پرمختيايي سياست سره ډېر توپير لري .»

دېنيس تول په دې نظر دی چې جرمني د افريقا په وړاندي د يو نوي هر اړخيز سياست په سر کې قرار لري او دغه نوی فکر ورو ورو پلی کيږي هم .

د پرمختيايي چارو سازمان جي تي زيد GTZ په دې وروستيو کې خبر ورکوي چې د بهرنيو چارو له وزارت څخه ورته په زيات شمېر نوي دندي ټاکل کيږي .

بولينګر/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري