1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پروان: د تري تم سوو آلمانيانو جسدونه موندل سوي

۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبه

د پروان ولايت چارواکي وايي، چي د هغو دوو تنو آلماني وگړو جسودنه يې موندلي چي څو ورځي مخکي د افغانستان په شمال کي د غرختني پر مهال تري تم سوي ول. جرمني هم دا مني چي د دوو تنو جسدونه پيدا سوي خو دا نه سي ويلا چي هغوی دي وي

https://p.dw.com/p/12T6l
د پروان والي بصير سالنگي
د پروان والي بصير سالنگيانځور: DW

د پروان ولايت وياندي روشنا خالد د آلمان ږغ راډيو سره په يو تليفوني تماس کي وويل، چي نن( دوشنبه) سهار د پروان ولايت د سالنگ ولسوالۍ خلکو دوی ته د تليفون د لاري خبر ورکړی چي د دوو تنو خاريجانو جسدونه يې موندلي دي.

 

د خالد په خبره جسدونه په داسي يوه سمه کي پراته دي چي شاوخوا يې ماينونه دي، او د سيمي خلک هلته نسي ور نژدې کيدای.

 

هغې وويل چي سيمي ته امنيتي ځواکونه رسيدلي تر څو جسدونه پروان ولايت ته انتقال کړي. هغې په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل چي دغه د خيره ټولني دوه تنه الماني کارکوونکي د چا لخوا تښتول سوي ول. خو یوازي يې دومره وويل، چي د هغوی د تښتولو په تور يې مخکي لا پنځه تنه کوچيان نيولي ول.

 

د ځايي چارواکو په خبره دغه دوه تنه آلماني وگړي شاوخوا دولس ورځي د مخه د پروان ولايت د سالنگ ولسوالۍ په شمال کي په غرنۍ سيمه کي لادرکه سول، چي نن يې د ځايي خلکو له خوا جسدونه و موندل سول.

 

په دې اړه د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په لومړي سر کي هيڅ نه ويل. خو اوس وايي چي د افغانستان په شمال کي د دوو تنو جسدونه پيدا سوي ولي دا بیا هم نسي تائيدولای چي جسدونه دي د آلمانيانو وي.

 

په برلين کي د بهرنيو چارو وزارت يو وياند ويلي، چي په دې اړه پلټني رواني دي او نور جزئيات به يې وروسته څرگند سي.

 

خو د پروان د والي ويانده وايي چي تري تم سوي آلماني وگړي وژل سوي او جسدونه يې اوس د سالنگ ولسوالۍ په دشتي خونين کي ځايي خلکو موندلي دي.

 

تر اوسه پوري هيڅ يوې ډلي ددغو دوتنو تښتول سوو آلماني وگړو د وژني پړه په غاړه نه ده اخستې.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم