1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پروژه ـ مهاجر د مهاجرو سره مرسته کوي

۱۳۹۵ آبان ۷, جمعه

د آلمان په نارد راين وېستفالن ايالت کي د مهاجرو له پاره يوه امتحاني پروژه پېل سوې ده. د دغې پروژې په ترڅ کي پناه غوښتونکي د پناه غوښتونکو سره مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/2RqoP
Deutschland Berlin Christiana Hansen hängt Schild für Jobsuchende Flüchtlinge auf
انځور: Getty Images/C. Koall

دا يوه ازمويښتي پروژه ده چي په ترڅ کي يې ۲۰ نارينه ؤ او ښځو د رواني تکان خوړونکو مهاجرو سره د مرسته کولو کورس پېل کړ.

د دغه ځانګړي کورس پېل کوونکي پخپله داسي کسان دي چي څلور کاله تر مخه آلمان ته د پناه غوښتونکو په توګه راغلي ول. د مرستندويانو په توګه د هغوی دغه کورس د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۲۸مه نېټه) پېل سو.

پر دغه امتحاني پروژه به تر ۲۵۰ زره يورو څخه زيات لګښت راځي چي هغه به د روغتيا د ايالتي وزارت له خوا په غاړه اخيستل کيږي. پخپله پروژه په ايالتي پلازمېنه دوسلدورف کي د رواني او ټولنيز روغتيايي مرکز له خوا پر مخ بيول کيږي.
 

د رواني کارپوهانو سره د مرسته کولو په مقصد تربيه ترلاسه کوونکي دغه ۲۰ مهاجر به د کورس په ترڅ کي د آلمان د روغتيايي نظام په هکله پوهول کيږي. هغوی ته به د ناروغيانو، بحراني وضعيت او د رواني فشار په صورت کي د اغېزمنو سوو مهاجرو سره د مرستي ښودنه وسي.

ويل سوي چی د دغه کور برخه وال چي تر ۲۰ څخه زياتي ژبي يې زده دي، له ۶۰ غوښتنليک کوونکو څخه انتخاب کړل سوي دي. د کورس د پای ته رسېدو وروسته به دغو کسانو ته د خپل کار د هر ساعت په بدل کي ۱۸ يورو معاش ورکول کيږي.

دغه امتحاني پروژه د نارد راين وېستفالن ايالت د ډاکټرانو د اطاق، د ډاکټرانو د صنفي اتحاديې  او په همدې راز د آخن د پوهنتون له خوا د يوې پوهنيزي پروژې په توګه يې مراقبت کيږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.07.2016):