1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پروژې د پلان له مخې نه دي تطبیق شوي»

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه

د امریکا له خوا په یوه جوړ شوي رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د ډیرو پروژو چارې د پلان له مخې پر مخ نه دي تللي او کیدای شي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ئې کارونه پای ته و نه رسیږي.

https://p.dw.com/p/15gNg
انځور: DW

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د امریکا د حکومت یو نوی رپوټ ښيي چې په افغانستان کې د بیارغونې ډیرې پروژې د پلان له مخې پر مخ نه دي تللي او د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به پای ته و نه رسیږي.

په رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې ډیرې پرمختیایي پروژې له خپل مهال ویش څخه شا ته پاتې دي. واشنګټن پوست ویلي دي چې دا رپوټ «د افغانستان د بیا رغونې د څارنې د ادارې» له خوا جوړ شوی دﺉ او د دوشنبې په ورځ به خپور شي.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې افغان حکومت به تر ۲۰۱۴ کال وروسته ډیرو پروژو ته د دوام ورکوولو اقتصادي او مسلکي توان و نه لري. په رپوټ کې ویل شوي دي:

«د داسې پروژو پلې کول چې افغان حکومت ئې د جارې ساتلو توان نه لري ښايي کومه فایده و نه لري.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې که ټاکل شوي هدفونه تر لاسه نه شي نو افغان حکومت او متحده ایالات به د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي.

واشنگټن پوست لیکلي دي چې په دې رپوټ کې د «افغانستان د بنسټونو له پاره د بیلو شوو پيسو» مصرفیدل څیړل شوي دي. دغه پیسې د متحده ایالاتو د سنا له خوا په ۲۰۱۰ کال کې تصویب شوې وې.

په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د بنسټونو د بیا رغولو له پاره له ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه ډیرې پیسې مصرف شوي دي. په همدې حال کې متحده ایالاتو له افغانستان سره تر یو میلیارد زیاتو ډالرو په ارزښت د نورو مرستو وعده هم کړې ده.

دا رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې ناټو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په را ایستلو پیل کړی دئ. د پلان له مخې به د ناټو ټول جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې افغانستان پریږدي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغانانو ته وسپاري.

واشنگټن پوست په دې اړه پخپل رپوټ کې ویلي دي چې متحده ایالاتو کیدای شي په داسې هیواد کې ډیرې پروژې عملي کړي وي چې پکښې د دې پروژو د جارې ساتلو امکانات ډیر کم دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض