1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پروېز مشرف د امن په جرگه کې برخه نه اخلې

۱۳۸۶ مرداد ۱۷, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خپرې سوي اعلاميې کې ويل سوي چې جمهور رئس پرويز مشرف به د امن په جرگه کې چې سبا په کابل کې بيلېد ونکې ده گډ ون ونه کړي.

https://p.dw.com/p/DK8v
د پاکستان مشر پروېزمشرف
د پاکستان مشر پروېزمشرفانځور: AP
اعلاميې ويلي چې مشرف له خپل افغان سيال حامد کرزي سره په ټليفون کې خبرې کړي اوهغه ته يې ويلي چې زما پر ځای به د پاکستاني لوري مشري لومړی وزير شوکت عزيزوکړي.
د جرگې سره د پرويز مشرف د پريکون علت تر اوسه پوري ندی څرگند که څه هم چې په اعلاميه کې ويل سوي چې نوموړی د ځينو شخصي کارونوله کبله نسې کولاي چې په جرگه کې گډ ون وکړي.
ټاکل سوې وه چې د پاکستان او افغانستان د اولسمشرانو په ويناو سره به د امن سيمه يزه جرگه پرانستل سي.
د جرگې د جوړيد و په اړه لا مخکې له دې افغان اولسمشر حامد کرزي او پخپله په پاکستان کې قومي مشرانو د پاکستان حکومت په دې تورن کړی و چې د امن د جرگې د جوړيدو لپاره هلې ځلې نه کوی.
د يوشمېر کارپوهانو په خبره همدا اوس دا ددې څرگند وی دی چې پاکستان نه غواړي چې په سيمه کې دي امن ټېنگ سي.
ددوی په خبره پاکستان ودې جرگې ته په ښه سترگه نه گوري او حتی په تيره اونۍ کې محمود قصوري پخپله وويل چې د مخالفينو سره کښېني د هغو سره خبري وکړی دې شانو ته هېځ اړتيا نسته.