1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرو ازيول د اخراج د مراکزو طرحه وغندله

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازيول د مسيحي اتحاد ګوند له خوا د مهاجرو د اخراج د مراکزو وړانديز غندلی دی. دغه سازمان ويلي چي که دا ډول مراکزونه به د عدالت پر وړاندې خنډ وي.

https://p.dw.com/p/2nLTK
Deutschland Flüchtlingskind
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

په آلمان کي د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان (Pro Asyl) د آلمان د مسیحي ډيموکراټ او مسيحي سوسيال ګوندونو د اتحاد هغه طرحه غندلې ده، چي غواړي د مهاجرو له پاره د فيصلو او د بېرته لېږد مراکز جوړ سي.

ياد سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۹مه نېټه) په فرانکفورت کي وويل چي که دا ډول مراکز رامنځ ته سي «نو داسي عادلانه د پناه غوښتنې د دوسيې څېړنه به له خنډ سره مخامخ سي» چي پکښي د چارواکو له لوري د پناه د وجوهاتو د موندلو په ترڅ کي غلطۍ د محکمې لاري د اصلاح کېدو وړ وي.

د پرو ازيول رئيس په برلين کي د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو له پاره د ګوندونو پر خبرو اترو د نيوکو په ترڅ کي وويل: «مسيحي سوسيال اتحاد ښايي غواړي چي د پناه غوښتونکو حقونه کم کړي.» هغه زياته کړه: «آلمان يو قانوني هيواد دی. د مهاجرو د منلو په شرايطو کي بايد د دې امکان موجود وي چي محکمې د چارواکو فيصلې اصلاح کړي.»

پرو ازيول زياته کړې ده چي که ياد مراکز جوړ کړل سي نو پناه غوښتونکي به د پناه غوښنې د دوسيې د څېړلو او د اخراج د ګواښ سره د مخامخ کیدو پر وخت هم «پرته له کومي مرستې» او يوازي وي. دغه سازمان ويلي چي که وړانديز سوي مراکز جوړ سي نو بيا به د مهاجرو څخه د پوښتنو او مرکو اخيستلو پر وخت هغوی يوازي وي او حقوقي مرستو ته به لاس رسی «ډیر ستونزمن» وي. د پرو ازيول په وينا دا په داسي حال کي چي دمګړی «تقريبا د رد سوو پناه غوښتونکو څخه نيمې برخې يې حقوقي دعوا کړې او د افغانستان مهاجرو څخه آن ۶۰ سلنه یې داسي دعوی کړې ده.»

پرو ازيول نيوکه کړې چي «په اجتماعي کمپونو کي به د پناه غوښتونکو ساتل د اړونده کسانو پر ادغام زښتي زياتي منفي اغېزې ولري ځکه هغوی به د انزوا له کبله د کار په بازار کي او د ټولنې په نورو برخو کي د مدغم کېدو په ترڅ کي د زیاتو مشکلاتو سره مخامخ وي». دغه سازمان په همدې شان نيوکه کړي چي په دا ډول مراکزو کي به ښوونځي، ټولنېز ارتباطات او کار ته لاس رسی نه وي.

مسيحي ډيموکراټ او مسيحي سوسيال ګوندونو د قواعدو د مسودې پر يو بنډل تفاهم سره کړی چي پکښي په آلمان کي د مهاجرو له پاره د فيصلې او د اخراج مراکز هم شامل دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.11.2016):