1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرټولو پرمختګونوسربيره ډير جرمنيان په ايدس اخته کيږي

۱۳۸۸ آذر ۱۵, یکشنبه

د ايدس مرض اوس هم نه جوړيږي . هر کال په ټوله دنيا کښي ددغه ناجوړی د عواقبو د لاسه تر 2 مليونه اضافه انسانان مړه کيږي ،اوتقريبأ 23 مليونه په هغه اخته دي

https://p.dw.com/p/KrJy
انځور: picture-alliance/dpa

د برلين د روبرت کوخ د انستيتوت د ارقامو پر اساس په 2008 کال کښي په جرمني کښي 3000نور انسانان د ايدس د مرض د HI په ويروس باندي اخته سوي دي ، چه د 2001 کال به نسبت دوه چنده دي . او نو لکه څنګه چه د جرمني ايالتي روغتيايي اداره وايي ، دغه مرض په هيڅ صورت کم سوی ندی ، او د خوشالۍ دپاره هيڅ دليل وجود نلري .

په دغه جريان کښي په جرمني کښي نارينه تر ښځو ډير په دغه مرض اخته سوي دي ، او زيادتره هغه نارينه چه سِنونه يې د 20 څخه تر 55 کلو پوري دي . ځکه نو د جرمني د ايدس کومکي اداره د نارينه وو د يوه مرض څخه خبري کوي .

په ځوانانو کښي ددې اراده موجوده ده چه ددغه مرض څخه ځان وساتي . خو دوی سربيره پر هغه د ايدس دمرض څخه دونه بيره نلري ، لکه د حاملګۍ څخه .

په مکتبو کښي د ايدس دمرض د مخنيوي تدابير شاګردانو ته ورښوول کيږي ، چه دا به په راتلونکي کښي هم همداسي پاته سي ، ځکه چه والدين د هغه په باب اولادو ته ډير څه نه توضيح کوي .

د ايدس مرض 25 کاله دمخه په جرمني کښي راپيدا سو . د هغه راهيسي د رسمي ارقامو پر بنأ 67000 انسانان په دغه مرض اخته سوي دي . خو لکه څنګه چه دجرمني د ايدس کومکي اداره وايي ،چه يو پر دريمه حصه هغه انسانان چه د ايدس ويروس HI لري ، په هغه باندي ندي خبر . ځکه چه دوی تر اوسه پوري ځانونه ندي معاينه کړي . د هغه معاينه په صحي مراکزو کښي مفته ده ،او نفر يې هم نه رسوا کيږي ، خو بيا هم لږ کسان خپله وينه معاينه کوي .

يوازي هغه وخت سړی کولای سي ددغه مرض د زياتيدو مخنيوي وکي او نور کسان هم د هغه څخه وساتي ، چه خپله وينه يې معاينه کړې وي .

زيادتره خلګ ددغه مرض د اخته کيدو څخه پدې هم بيره نلري ، چه د هغه په مقابل کي ډيري دواوي موجودي دي . ليکن که بدن ته د ايدس د ويروس دداخليدو څخه سړی وختي خبر سي ، نو د هغه دعلاج امکانات هم ډيريږي ، او کيدلای سي په مرض يې اخته نسي .

خو سربيره پر هغه د ډيرو او مختلفو جنسي روابطو د لاري په دغه مرض د اخته کيدو امکانات ډيريږي . د جرمني په لويو ښارو لکه کولن ، هامبورګ يا برلين کښي د بيګانه جنسي روابطو د لاري نه يوازي د ايدس مرض ، بلکه نوري جنسي ناجوړۍ لکه سفليس په شدت سره مخ پر زياتيدو دي .

د جرمني په لويديزو ايالتو کښي د ايدس دHI ويروس د نورو سختو ساري ناروغيو لکه شکري د مرض سره مقايسه کوي . څوک چه د ايدس په مرض اخته وي ، په مستقيم ډول د هغه څخه نه مري ، خو د هغه د عواقبو څخه هر کال په جرمني کښي 600 تنه مړه کيږي .

دوی اکثرأ دغه مرض د څو کلو راهيسي درلودی ، او وروسته يې د هغه معاينه او تداوي شروع کړې وي .

ددغه مرض د علاج په برخه کښي پر ډيرو پرمختګونو سربيره ، کله چه يوڅوک په هغه اخته سي ، نو د ډير شوک او وهم سره مخامخ کيږي .

ځيني کسان د کورنيو لخوا قبليږي ، او هلته پاتيږي ، خو د ځينو بيا فاميلي روابط خرابيږي ، او سره جلا کيږي ، ددې بيري څخه چه مقابل طرف يې په ايدس اخته نه سي . ولي تر ټولو مهمه دا پوښتنه رامنځته کيږي چه د ایدس په مرض اخته کس د کار په ماحول کښي بايد څه وکي .

د کار پيدا کولو مدافعين مشوره ورکوي ، چه دغه ډول کسان بايد دقيق وګوري ، چه د څه ډول چلند سره مخامخ کيږي ، اوکه ددې څخه تشويش ولري چه د کار څخه پسي اخيستل کيږي ، ښه به دا وي چه ځان چپ ونيسي ، ځکه چه هر جرمنی دغه حق لري .

په جرمني کښي هم د ايدس د اخته کسانو سره تعصب کيږي ، او زيادتره هغو کسانو چه د خپل مرض په باب يې خبر ورکړی دی ، د کارو څخه شړل سوي دي .

بروکېمپ

کتونکی : محمد قاسم نوري