1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسلام نيوکه کوونکی اردنی ليکوال ترور سو

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

ناهض حتر پر داعش باندي په نيوکه کي يو کاريکاتور رسم کړی وو، خو وروسته ئې بخښنه وغوښتله او ويې ويل چي خدای ته ئې د توهين قصد نه لاره. په پلان کي وه چي هغه محاکمه سي، خو د محکمې تر غونډي دمخه يوه افراطي وواژه.

https://p.dw.com/p/2Qa5G
Hamas wieder in Jordanien
انځور: privat

اردني ليکوال ناهض حتر، په اردن کي ډېر محبوبيت لاره. د حتر کاريکاتورونو د هغه محبوبيت نور هم زيات کړی وو.

حتر، مخکي له دې چي د داعش په تړاو د کاريکاتور رسمولو په اړه محاکمه سي، د اردن د پلازمېني عمان د ستري محکمې د ودانۍ مخي ته وسله والو په مرميو وويشت او ووژل سو.

رويترز خبري آژانس ليکلي چي قاتل د پېښي په ځای کي نيول سوی دئ. ليکل سوي چي هغه ۳۹ کلن دی او داسي ښکاري چي سلفي به وي.

ناهض حتر، د اگست مياشتي په نيمايي کي ونيول سو. هغه په خپل فيسبوک پاڼه کي يو ډېر جنجالي کاريکاتور خپور کړی وو. حتر ۵۶کلن مسيحي او پر اسلام باندي يو له نيوکه کوونکو څخه وو.

د الجزيرې شبکې د راپور له مخي ناهض حتر، په دغه کاريکاتور کي چي نوم ئې «د داعش خدای» ايښی وو، پکښې ښکارېدل چي يو داعشی له دوو ښځو سره د خوب په کاليو کي پروت او له خدايه غواړي چي يوه پياله شراب ورکړي. په دغه کاريکاتور کي يوه سړی ښوول کيږي چي دوی خدای بللی سپينه ږيره او زرين تاج ئې پر سر دی د پردې تر شا دغي خوني ته گوري.

د دغه کاريکاتور په اعتراض کي تر سختو اعتراضونو وروسته، ناهض حتر، بخښنه وغوښتله او ويې ويل چي خدای ته ئې د توهين قصد نه لاره.

په پلان کي وه چي حتر اسلام ته په توهين او د مذهبونو ترمنځ د نفاق پاشولو په تړاو محاکمه سي. هغه د سپتمبر مياشتي په لومړيو کي د يوې وثيقې په اقرار سره آزاد سوی وو.

ويل کيږي چي ناهض حتر، د سوريې د واکمن بشاراسد پلوی وو.

نور مطالب