1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد د پوځي يرغل 29 کاليزه

۱۳۸۷ دی ۶, جمعه

نهه ويشت کاله د مخه د 1358 کال د مرغومي په شپږمه نيټه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځي يرغل پيل شو او په ډيرې چټکۍ سره د يرغل کوونکو پوځي شميره 120 زرو تنو ته ورسيده.

https://p.dw.com/p/GNS9
زغروال ټانکونه
زغروال ټانکونهانځور: AP

يرغل ګرو چي جنګي پر مختللي الوتکي، زغره وال او راکټي ځواکونه يي په واک کې ؤ د يرغل د کلونو په ترڅ کې يي د افغانستان، سيمې او نړۍ حالاتو ته بدلون ورکړ. په نړيواله کچه جګړه شدت وموند او افغانستان کې د يرغلګرود ماتې او برياليتوب خونړيزه جګړه پيل شوه.

له پخواني شوروي اتحاد سره د افغانانو نهه کلنه جګړه افغانستان لپاره يي نه جبيره کيدونکي زيانونه پر ځاى پريښودل. د ځينو څيړنو له مخي د شوروي پوځ او د شوروي اتحاد له پلوي حکومت سره په 14 کلنه جګړه کي 240 مليارده ډالره افغانانو ته مادي زيانونه اوښتي، يو اعشاريه پنځه مليونه تنه افغانان د جګړې قربانيان شول او همدارنګه يو مليونه انسانان معلول او معيوب شول چې د جګړې د پاتې شويو قربانيانو کورنۍ لا اوس هم د عذاب شپې ورځې تيروي . شورويانو هم د مالي زيانونو تر څنګ 13 زره تنه پوځيان يي په جګړو کې له لاسه ورکړل .

د هغه مهال د واکمن شوروي پلوه ګوند د رهبري غړى ببرک شينوارى وايي چې: په هغه وخت کې نړۍ دوه قطبي وه او د شورويانو له يرغل څخه وروسته د دواړو قطبونو پلويانو يو د بل په وړاندې ودريدل او خونړيزه جګړه پيل شوه.

د مجاهدينو پخواني قوماندان صديق چکري وايي چې په افغانستان د شورويانو له يرغل څخه د مخه د خلق ديموکراتيک ګوند د واکمنۍ په وړاندې جګړه پيل شوې وه خو لويډيزه نړۍ مجاهدينو سره لوژستيکي مرستې نه کولې خو د شورويانو له يرغل څخه وروسته دغه مرستې پيل شوې.

صديق چکري وايي چې : د روسانو يرغل او ماته په افغانستان کې د شوروي اتحاد د دړې وړې کيدو لامل وګرځيد.

دکندهار ولايت يو تن اوسيدونکى د شورويانو د پوځي يرغل د لمړنيو ورځو څخه خپل د سترګو ليدلى حال څرګندوي او وايي چې د يرغل په لمړيو ورځو د دوى په کليو کورونو باندې هوايي بمبارۍ پيل شوې.

شورويانو او د افغانستان شوروي پلوه حکومت د خپلو مخالفينو په نيولو او بندي کول هم لاس پورې کړى ؤ او په لس هاوه زره کسان يي په جيلونو کې اچولي وو او دوى تر سختو شکنجو لاندې وو، سربيره پردې چې بې شميره کسان يي په پوليګونونو کې ووژل ، عبدالهادي يو له دغو کسانو څخه دى.

دى وايي چې د سختو شکنجو له امله اوس فلج شوى دى . په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد پوځي يرغل د هغه ناورين پيل دى چې لاتر اوسه هم افغانان ترې کړيږي.