1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د پوځي ځواکونو د يرغل کليزه

مرکه کونکی: نجيب الله زيارمل۱۳۸۵ دی ۷, پنجشنبه

اوه ويشت کاله مخکي د مرغومي يا جدي د مياشتي په شپږمه نيټه د شوروي اتحاد سري لښکري پر افغانستان ورننوتي. او له هماغي ورځي څخه د افغانانو د بد مرغئ ورځي پيل شوي. په دي اړه د شوروي يو روسي افسر سره د تيري ورځي د مرکي لنډيز راوړو،.چې هغه مهال يې د روسيې په سفارت کي په اطلاعاتی مرکز کي کار کاوه.

https://p.dw.com/p/DMpO
»د کرملين واکداران په دي ښه خبر وو،چې موږ په افغانستان کی له لومړيو کلونو څخه ماتی خوړلی وه.« ليف يوانوويچ
»د کرملين واکداران په دي ښه خبر وو،چې موږ په افغانستان کی له لومړيو کلونو څخه ماتی خوړلی وه.« ليف يوانوويچانځور: AP

دويچه ويله: ليف يوانوويچ! د وخت شوروي اتحاد هغه وخت څه اړتيا ليدله،چې خپلی لښکري افغانستان ته وليږي؟
يووانويچ : افغانستان ته د شوري اتحاد لښکري ليږل دوي اړتیاوي وی. لومړې موږ بايد د هغه چا ملا تړ کړي واي،چې له داود خان څخه وروسته واک ته ورسيدل. که څه هم که ریښتيا ووايم داود خان تر نورو ډير زموږ دوست ؤ. او دوهمه مهمه مسله هغه يوه سياسي مسله وه. چې په په هغه وخت په ايران کي ملایان قدرت ته ورسيدل. او د امريکي متحده ايالتونو په سيمه کي خپل نفوذ او خلیج فارس له لاسه ورکړی وو. نو ځکه هغه وخت د کرملین چارواکو پريکړه وکړه،چې افغانستان ته پوځي ځواکونه وليږي. تر څو د امريکي د احتمالي حملي په صورت کي شوروي د پارس خلیج د يوي سيمي کنترول تر لاسه کړي.
چې په همدي موخه د کندهار هوای ډگر ته د اړتیا وړ هواي ځواک هم ليږل شوې ؤ. خو لکه څنگه چې کرملين فکر کړی ؤ هغسی ونه شوه. او د شوروي پوځ په افغانستان کی ښکيل پاتي شو.

دويچه ويله: افغانستان ته د شوری ځواکونو ليږلو غوښتنه حيفيظ الله امين کړی وه ؟

يووانويچ : دا خبره زه فکر کوم،چې هغه وخت ما په کابل کی د شوروي اتحاد په اطلاعاتی څانگه کی کار کوو. او هغه خطونه چې د امين له خوا کرملين ته ليږل کیدل ټول هغه وخت د سفير پوزانوف تر لاس لاندی تیريدل. او يوه کاپي به يې په سفارت کی پاتي کيدله. چې هغه ټول ما ليدل. د دي خطونو لړئ د پنځه مياشتو په شاوخوا کی روانه وه.
امين غوښتنه کړي وه،چې کابل ته د راتلونکو مواصلاتي لارو کنترول په لاس کي ونيسي. ځکه هغه وخت حکومت دومره توان له درلود،چې د لوي لاري امنيت وساتی.او له بله خوا په دولت کی د قدرت د واک پر سر لويه جگړه روانه وه. ځکه نو شوری اتحاد له دي څخه وبريده،چې که د امین خبرو ته غوږ ونه نیول شي، کیدای شي چې هغه له شوروی څخه مخ واړوي. او امريکی ته ځان ورنږدی کړي.

دويچه ويله:نو دا چې تاسي واياست امين د پوځ د ليږلو غوښتنه کړي وه،نو بيا ولي د شوروی پوځ د هغه له منځه وړلو پريکړه وکړه ؟
يووانويچ: دا په دي خاطر ببرک کارمل هغه مهال د کرملين چارواکو ته قناعت ورکړ،چې امين د امريکي سره اړيکي لري. ځکه هغه يو څه شواهد درلودل. او دغه ډول يې ويلي ؤ،چې امين په امريکي کي زده کړه کړي،نه په شوروي کي. ببرک کارمل وشو کړاي په دي خبره سره شوروی ته وښيې،چې يوازي هغه کولاي شي په افغانستان کي د شوروي په مرسته سوله ټينگه کړی. نه بل څوک. او بل د امين په وړاندی ورځ په ورځ مخالفت ډيريده. ځکه چې هغه په خپل هيواد کي د ديني عالمانو په وژلو لاس پوری کړې ؤ.
زه په خپله شاهد يم،زموږ يوي عسکري قطعی د څرخي پله د زندان د ساتلو چاري پر غاړه درلودي. موږ هلته وليدل،چې امين څنگه بي رحمانه ديني عالمان وژل.
همدا لامل ؤ،چې د وخت د حکومت په وړاندي ورځ تر بلي مخالفت ډيريده.

دويچه ويله: داسي ويل کيږي چې افغانستان ته د سرو لښکرو ورننوتل له دي هيواد سره مرسته نه بلکي د پاکستان له لاري د هند تودو اوبو ته ځان رسول وو.
يووانويچ: نه زه دا تاسي ته په څرگنده ويلاي شم،چې دی هيڅ امکان نه درلود. ځکه چې د وخت چارواکو د بريژنف په مشرئ په دي ډير ښه پوهيدل،چې پاکستان ته ورننوتل د دريمي نړوالي جگړي اعلان ؤ. له شوروي سره هيڅ وخت داسي فکر نه ؤ.

دويچه ويله: نو څرگنده ده چې له لومړئ ورځي څخه خو به شوروي پر پاکستان حمله نه کوله. د يو عمر په تيريدو سره کيداي شواي،چې پاکستان ته د ورننوتو بهانه يې پيدا کړي واي.
ايؤانوويچ: هو که چيري راشو د افغانستان حکومت د ظاهر شاه له وخته راهیسي او بيا وروسته د داود خان دا غوښتنه وه،چې له پاکستان سره جگړه وشي. هغوی ويل چې دا موضؤع موږ ډير ژر حلولاي شو. ځکه چې هغوي غوتښتل سرحدي سيمي ونيسي. خو زموږ چارواکو دا کار ونه کړ.

دويچه ويله: يو روسي ژورنالست په خپله يوه مرکه کي ويلي ؤ،چې هغه وخت زه افغانستان ته د حالاتو د څيړلو له پاره استول شوي وم. ما د مسکو چارواکو ته په هغه لومړيو دوه و کلونو کی ويلي ؤ،چې په افغانستان کی ستاسو پاته کيدل هيڅ امکان نه لري. او تاسو هلته ماتي خوړلي.
يوانوویچ: بلي ريښتیا دا خبره پر ځاي ده. ما په خپله په هغه وخت کي په دي اړه څيړنه کوله،چې په افغانستان کي د حکومت په اړه خلک څه فکر کوی ؟او زموږ په وړاندي غبرگون څه دې. په اړه موږ په دوه دريو کلونو کي دي پايلي ته ورسيدو،چې موږ بايد هلته يواځي خپل شتون وساتو او بس. د افغانانو په کورنيو چارو کي بايد موږ لاس وهنه ونه کړو. موږ دغه ټول اسناد کرملين ته وليږل. او هغوي په دي خبر وو. خو دا په خپله يوه پيچلي مسله ده. او ډيرو پوښتنو ته،چې په افغانستان کی څه پيښ شول ؟ څوک ملامت دې او څوک نه دې ؟ دی ته به لږ وروسته تاریخ ځواب ووای.

دويچه ویله: له دومره ځاني او مالي تاوانونو سره سره شوروي ولي پريکړه وکړه،چې له افغانستان څخه ووځي ؟
يوانوویچ: ځکه چې دا معلومه خبره ده او داسي يو قانون شته،چې واي پارتيزاني يا د چريکي جگړي گټل گران کار دې او هيڅ وخت نه گټل کيږي . په تيره بيا،چې له هغوی سره اقتصادي او تخنیکي ملاتړ هم مل وي. او همدا ډول په خپله په شوروي کي د خلکو ناخوښي راپورته شوه. او هغوی له افغانستان څخه د پوځونو د ويستلو غوښتنه کوله. او نه يې غوښتل،چې نور په افغانستان کي د هغوی بچیان ووژل شي .
که څه هم بايد وويل شي،چې تلفات مو ډير نه وو. که چيري يې موږ د چيچنيا او په ويتنام کي د امريکي له جگړي سره پرتله کړو. زموږ قرباني د منلو وړ وي. خو خبره په دي کي وه چې نوموړي جگړه زموږ له پاره ډيره تاواني وه. افغانستان موږته د سلاو او تخنيکي وسایلو په بدل کي هيڅ شي نه راکول. يوازي يې موږ ته له مزارشريف څخه د گازو يو نل ليکه راکړي وه،چې بيا هم دا د شوروي اتحاد له پاره د قناعت وړ وه.