1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغان طالبانو يرغلونو ته د زور ورکولو وړانديز

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

واشنگټن پوست ورځپاڼي ليکلي دي چي امريکايي جنرال جان کمپبل، له سپيني ماڼۍ څخه غوښتي دي چي په افغانستان کي د طالبانو پرضد امريکايي ځواکونو هوايي بمباريو ته زور ورکړي.

https://p.dw.com/p/1IDOn
انځور: picture-alliance/dpa/S. Thew

انترفکس خبري آژانس ليکي: جان کمپبل، ويلي دي چي امريکايي ځواکونو ته بايد اجازه ورکړل سي چي په افغانستان کي د طالبانو پرضد جگړه کي د افغان امنيتي ځواکونو هوايي ملاتړ وکړي.

هغه دغه راز ويلي دي چي د ياغيانو پر مشرانو باندي بايد هوايي بريدونه وسي. په پای کي هغه غوښتنه کړې ده چي په افغانستان کي دي امريکايي پوځي سلاکارانو ته اجازه ورکړل سي چي د جنگ په ډگر کي د افغان امنيتي ځواکونو اغېزناک ملاتړ وکړي.

په روان وخت کي په افغانستان کي امريکايي ځواکونه يوازي هغه مهال پر وسله والو طالبانو د هوايي بريدونو اجازه لري، چي امريکايي ځواکونو ته مخامخ گواښ وي او يا افغان امنيتي ځواکونه له ستري ماتي سره مخامخ وي.

ورځپاڼي لیکلي چي جان کمپبل، دغه غوښتنه مخکي له هغه چي د ۲۰۱۶م کال د مارچ مياشتي پر دوهمه ئې په افغانستان کي دنده پای ته ورسيږي کړې وه.

واشگنټن پوست ورځپاڼه ليکلي چي د امریکا د دفاع وزارت د جان کمپبل له دغه کاره چي غوښتنه ئې سپيني ماڼۍ ته لېږلې ده راضي نه دئ. خو پخپله جنرال په دې نظر دئ چي دغه کار ئې له قانون سره سم کړی دئ.

پر دې سربيره پنتاگون ټينگار کړی دئ، چي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو نوی قوماندان جنرال نيکلسون، اوس په دغه هيواد کي وضعيت ارزوي. او تر هغه وروسته به روښانه سي چي په افغانستان کي دي د طالبانو پر ضد هوايي بريدونو ته زور ورکړل سي که څنگه.