1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر امرخیل لگول شوي تورونه سوء تفاهم دی»

اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۳ خرداد ۲۶, دوشنبه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر د دارالانشا پر رئیس باندې د عبدالله عبدالله، له لوري لگول شوي تورونه رد کړل او له سیاستوالو یې وغوښتل چې د یوه بحران د رامنځ ته کیدو سبب نه شي. هغه ډاډ ورکړ چې درغلیو ته به رسیدگي وشي.

https://p.dw.com/p/1CJIV
Afghanistan - Dr. Ahmad Yusef Nuristani
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وایې چې د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء رئیس ضیاالحق آمرخیل، او د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر، ترمنځ وروستی موضوع باید د ټاکنو بهیر بې باوره نه کړي.

د دغه ټیم یوه غړي فیض الله ذکي د دوشنبې پر ورځ (د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون ۱۶مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل د "بدلون او دوام" ټیم دا موضوع په بې پرې توګه څېړلې او د ټاکنو پر ورځ د کابل په ختیځه څنډه او سروبي ولسوالۍ کې رای پاڼې خلاصې شوې وې.

د ښاغلي ذکی پر وینا دا د ټاکنو کمېسیون مسؤلیت وو چې هغو ټاکنیزو مرکزونو ته باید رای پاڼې ورسوي په کومو چې کمې شوې او یا هم تمامې شوې وې.

دی وایې که څه هم د دې موضوع سپیناوي په موخه د حقیقت موندنې پلاوی ګمارل شوی، خو ددغه پلاوي تر څېړنو وړاندې باید له دې موضوع څخه د سیاسي وسېلې په توګه کار وانه خېستل شي.

«د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ټاکنې په دوو پړاوونو کې ترسره کیږي، دا پړاوونه په پوره بریالیتوب سره ترسره شول اوس چې ډېرو خلکو په دې بهیر کې ګډون کړی باید ټاکنیز بنسټونه بې اعتباره نه کړای شي دا د ټاکنو روڼتیا ته د زیان رسولو په معنی ده.»

د ټاکنو دارلانشاء رییس ضیاالحق امرخېل هغه مهال په درغلیو تورن شو کله یې چې غوښتل د ټاکنو پر ورځ د کابل ختیځ او سروبي ولسوالیو ته رایې پاڼې ولیږدوي. کابل امنیه قوماندان وایې ښاغلي امرخیل د پولیسو له همغږۍ پرته رای پاڼې په نامعلوم لوري لېږدولې خو امرخېل بیا پرده لګېدلي تورونه په کلکه ردوي.

په عین حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني د دارالانشا پر رئیس باندې د عبدالله عبدالله، له لوري لگول شوي تورونه رد کړل او له سیاستوالو یې وغوښتل چې د یوه بحران د رامنځ ته کیدو سبب نه شي. هغه ډاډ ورکړ چې درغلیو ته به رسیدگي وشي.

د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکترعبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء رییس دندې ځنډولو غوښتنه کړې ده. عبدالله عبدالله، د یکشنبې په ماښام ویلي وو: «موږ له همدې شیبې اعلان کوو، چې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا د رئیس د دندې د ځنډولو پرته په بل څه قناعت نه کوو.»

خو د ټاکنو کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د امرخېل ګوښه کولو له پاره کره ثبوت او دلایل نه شته. د نورستاني په وینا دا موضوع باید د نړېوالو څارونکو له خوا وڅېړل شي.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم غړی فیض الله ذکي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «پر هغه څه چې د تحول او تداوم ټیم باور لري، د پولیسو له همغږۍ پرته د رایو پاڼو لېږل په هر دلیل چې وي، نه شي کولای چې د ټاکنو ټولیز بهیر تر پوښتنې لاندې راولي او په دې برخه کې باید د خلکو ذهنونه مغشوش نه کړای شي.»

نوموړي وویل په یو شمېر ولایتونو کې د هغوی د ټاکنیز ټیم ځیني څارونکي آن د مرګ تر بریده وهل شوي چې په اړه یې باید ژورې څېړنې وشي.

افغانستان کې د ولسمشرۍ دویم پړاؤ ټاکنې د تېرې شنبې پر ورځ ترسره شوې، چې اټکل کیږي تر اوو میلیونو ډېرو افغانانو پکښې برخه واخېسته.