1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه ډیر شوي دي. یوه افغان چارواکي ویلي دي چې پر افغان پولیسو باندې په بریدونو کې ۴۰ سلنه ډیروالی راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/15YlY

د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې په روان کال کې د مارچ د میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۱۶ سرتیري وژل شوي او ۵۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي. یوه افغان چارواکي د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې وخت کې یوازې پر افغان پولیسو باندې بریدونو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دئ.

په همدې حال کې د ناټو یوه ویاند هم په بریدونو کې ډیروالئ منلی دئ. د ناټو ویاند جنرال گنتر کاتز، په کابل کې خبریالانو ته وویل: «زه کولای شم چې دا خبره تأیید کړم چې د دښمن په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دئ.»

هغه زیاته کړه چې د افغان ځواکونو شمیر د ډیریدو په حال کې دئ: «موږ اوس د ۲۰۱۱ کال په پرتله ډیر افغان ځواکونه لرو. افغان ځواکونه نه یوازې د کمیت له لحاظه ډیر شوي دي بلکي د هغوی کیفیت هم د لوړیدو په حال کې دئ.»

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امر الله صالح، په افغانستان کې له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې په دې هیواد کې امنیتي کړکیچ د لا پیاوړې کیدو په حال کې دئ او د دې امکان شته چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې یو ځل بیا جگړه پیل شي. هغه ویلی دي:
«دا ډیره خواشینوونکې خبره ده چې یوازې په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۸۰۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او ۴۰۰۰ نور ټپیان دي.»

تر دې مخکې ولسمشر کرزي د افغانستان پارلمان ته ویلي وو چې په افغانستان کې هره ورځ د ۲۰ او ۲۵ په منځ کې سرتیري وژل کیږي. د المان د خبري آژانس په حواله یوازې په روانه میاشت کې ۱۳۰ ملکيان په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي دي.

امرالله صالح د افغان حکومت د سولې د بهیر له منتقدینو څخه یو دئ. هغه ویلي دي: «دغه شمیرې ښیې چې دښمن کولای شي افغان دولت او زموږ ملگرو ته لا ډیر مالي او ځاني تاوانونه واړوي. په همدې حال کې دښمن په ځینو سیمو کې خپل هدف ته چې د رواني جگړې په لاره اچول دي رسیدلی دئ.»

صالح ویلي دي چې د افغانستان رهبري کومه مشخصه کړنلاره نه لري: «خلک نور پر دې سیستم باندې باور نه لري. واقعیت دا دئ چې د امنیت په بهیر کې کوم د پام وړ پر مختگ نه دئ شوی. افغانستان په مشرتابه کې ستونزه لري.»

یوازې په روانه اونۍ کې په یوه ځانمرگي برید کې د پارلمان د یوه غړي په گډون ۲۳ تنه ووژل شول. دغه برید چې د سمنگانو په ولایت کې پېښ شوی وو د پولیسو او ملي امنیت د یوه چارواکي ژوند هم واخیست.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض