1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراين باندي د بنديزونو لګولو احتمال

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۲, شنبه

په هغه صورت کي که په اوکراين کي زور زياتی ډېر سي پر دغه هیواد باندي د بنديزونو لګولو په اړه بحثونه تاوده سوي دي. دغه بحثونه له هغه وروسته تاوده سول چي يو سياسي فعال له تښتوونکو څخه تر آزادېدو وروسته وويل چي شکنجه سوی دی.

https://p.dw.com/p/1B1JM
انځور: Reuters

پر اوکراين باندي د زور زياتي په سبب د بنديزونو لګولو پر سر بحث نور هم ډېر سوی دی. په دې اړه د سپيني ماڼۍ وياند جي کارني، ويلي دي چي امريکا په اوکراين کي د مخالفانو د تري تم کېدو او شکنجه کېدو په اړه ډېره اندېښنه لري. هغه ويلي دي چي دغه کارونه د اوکراين امنيتي ځواکونه کوي.

تيره اوونۍ امريکا د اوکرايني چارواکو نزدې شل وېزې باطلي اعلان کړې. په دغو کسانو کي چي وېزې يې بې اعتباره اعلان سوي دي د اوکراين د کورنيو چارو وزير او د جمهور رييس ويکتور يانوکوويچ، امنيتي سلاکاران هم شامل دي.

د امريکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزارت یوه وياندي ويلي دي چي هیواد يې اوس پر اوکراين باندي د بنديزونو لګولو په اړه فکر کوي. هغه ويلي دي په هغه صورت کي چي په اوکراين کي زور زياتی ډېر سي، نو پر دغه هيواد باندي به بنديزونه ولګول سي.

هغه زياته کړه چي په دغو بنديزونو کي به د اوکراين د يو شمېر بانفوذه چارواکو پيسې په بانکونو کي کنګل سي. په دې اړه د کانکرس له استازو سره هم خبري سوي دي.

په اوکراين کي د يوه فعال د شکنجه کولو په اړه غبرګونونه

د اوکراين يو سياسي فعال ديميتري بولاتف
د اوکراين يو سياسي فعال ديميتري بولاتفانځور: Olga Koschelenko

له هغه وروسته چي سياسي فعال ديميتري بولاتف د خپل شکنجه کولو په اړه خبري وکړې د دغه هيواد په دننه او دباندي کي په اړه غبرګونو زور واخيست.

د اوکراين د حکومت مخالف ديميتري بولاتف تيره اوونۍ د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول سو. له هغه وروسته چي هغه آزاد سو ويې ويل چي تښتوونکو يې سترګي ور تړلي وې او دی يې شکنجه کړی دی.

هغه له اوکرايني تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «زه يې په لاسونو پوري مېخ کړی وم. تښتوونکو مي غوږ راپرې کړ او بدن يې را څېر کړ.»

د بولاتف د خبر په اورېدو سره د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسوولي کاترين اشتون اعلان کړی دی چي د بولاتف په شان شنکنجې د منلو نه دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د اوکراين له حکوموت څخه غوښتي دي چي بولاتف ته دي اجازه ورکړي چي آلمان ته د درملني له پاره ولاړ سي.

د امریکا متحده ايالات هم د بولاتف د شکنجې په اړه د شفافيت غوښتنې کړې ده. د سپيني ماڼۍ وياند جي کارني ويلي دي چي د امريکا حکومت د اوکراين د نااراميو په اړه سخت اندېښن دی.

هغه وويل: «موږ په اوکراين کي د شکنجې د علايمو په اړه سخت اندېښمن سوي یو. هغه شکنجې چي د اوکراین د حکومت مخالف بولاتف په تيره يوه اوونۍ کي چي تري تم سوی وو ګاللي دي.»