1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پر ايران باندي بريد به سخته بې ثباتي پيښه کړي"

۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبه

د امریکا متحده ايالاتو د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی دئ چې د ایران په وړاندي هر پوځي اقدم به په سیمه کې«لویه بې ثباتي» رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/14CJO
انځور: picture alliance / landov

د سپیني ماڼۍ له خوا دا خبرداری د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تر سفر څو ورځي وړاندي ورکول کیږي. په پام کې ده چې نتنیاهو به د مارچ د میاشتي پر پنځمه نېټه د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وگوري.

د سپیني ماڼۍ ویاند جی کیرني ویلي دي: «په سیمه کې هر ډول پوځي اقدام، لویه بې ثباتي رامنځته کولای شي.»

د ایران د شخړه ییز اټومي پروگرام د نه درولو په صورت کې اسرائیلو په تیرو څو اونیو کې د ایران په وړاندي د احتمالي برید خبري کړي دي.

جی کیرني په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي دي چې بريد په افغانستان او عراق کې امریکایان له گواښ سره مخامخ کولای شي.د امريکا متحده ایالات داسي قطعي شواهد په لاس کې نه لري چې گويا ایران اټومي وسلې جوړوي.

د هغه په وینا د اوباما اداره د دغه شخړي د سیاسي حل په لټه کې دئ چې په هغه کې د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان له لوري د ایران د اټومي پروگرام څارنه هم شامله ده.

ایران بیا پر دې ټینگار کوي چې د اټومي انرژۍ د پرمختگ موخه ئې د سوله ییزو هدفونو له پاره ده. ایران دا تورونه ردوي چې گويا اټومي وسلې جوړوي.

جی کیرني په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د اوباما ادارې ایران د اقتصادي بندیزونو له لاري د منزوي کولو پالیسې ته خپله توجه متمرکزه کړې ده تر څو د ایران دولت له اټومي پروگرام څخه لاس پر سرشي.

د ايران ولسمشر محمد احمدي نژاد په داسي حال کي چي د اټومي موضوع په اړه ئې د خبرو اترو له پاره لوېديځ هيوادونو ته خپل استازی لېږلی دئ، وایي چې پلان لري ایران خپل اټومي پروگرام ته ادامه ورکړي.

په عیني وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي دي چې د اوباما سره به ئې د خبرو اصلي موضوع د ايران د اټومي پرگرام پر سر وي. خو پر اسرائیلو باندي د اوباما له خوا دا فشار چې پر ایران برید و نه کړي، د دواړو متحدینو اړیکي یو څه ترینگلي کړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل