1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايران باندي بنديزونو افغان کډوال اغېزمن کړي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۱, دوشنبه

د مهاجرو يوه سازمان ويلي دي چي هغه افغان کډوال چي په ايران کي ژوند کوي پر دغه هيواد باندي د نړیوالو بنديزونو په ترڅ کي له فقر سره مخامخ دي. پر ايران باندي د اټومي پروګرام پر سر نړيوال بنديزونه لګېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1ARkR
انځور: DW

د ناروي د کډوالو د شورا مشر جان اګلند، په دغه اوونۍ کي تهران ته تللی وو او هلته يې د افغان کډوالو د ژوند په اړه له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «پر ايران باندي تحريمونه هم د افغان کډوالو او هم د بشر دوستانه عملیاتو له پاره ډېر بد خبر وو او دی.»

په افغانستان کي د درو لسو جنګو په جريان کي نزدې پنځه ميليونه افغانان د ښه ژوند کولو له پاره پاکستان او ايران ته مهاجر سوي دي.

د ايران د پوليسو د شمېرو له مخي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د ديسمبر ۲) يې خپاره کړي دي اوس هم په ايران کي نزدې يو ميليون غير قانوني افغان کډوال ژوند کوي. دا په داسي حال کي چي ويل کيږي په دغه هيواد کي نزدې ۸۴۰ زره افغان کډوال د پاتېدو قانوني اسناد لري.

اګلند ويلي دي: «هغه افغانان چي د کار اجازه لري کيدای سي چي د ايران له اقتصاد سره مرسته وکړي او د خپل ژوند چاره په خپله وکړي. خو اوس د افغانانو په منځ کي بېکاري د انفجار په حال کي ده.»

پر ايران باندي، ځکه بنديزونه لګېدلي دي چي تهران دې ته مجبوره کړي چي له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي. پر ايران باندی تور لګول کيږي چي د اټومي وسلو د جوړولو کوښښ کوي، خو تهران هر وخت دغه تورونه رد کړي دي او وايي چي اټومي پروګرام يې سوله ييز دی.

اګلند د افغان کډوالو د بيرته سنولو په اړه د ايرانيانو غوښتني ته په اشارې سره وويل چي دغه موضوع يعني بنديزونه «د دې سبب سوي دي چي هغه عام ايرانيان چي له کلونو راهيسي يې له افغانانو سره يو ځای ژوند کاوه اوس د دوی د بيرته ستنه ولو غوښتنه کړې ده.»

د ناروې د مجاجرو د شورا مشر وويل: «افغانستان چي کمزوری اقتصاد يې غالباً د بهرنيانو په مرسته سره حمايه کيږي، د هغو کډوالو له پاره تياری نه لري چي بيرته خپل هيواد ته ستنيږي. هغه زياته کړه چي وضع به نور هم هغه مهال خرابه سي چي ناټو ځواکونه د ۲۰۱۴ په پای کی له دغه هيواد څخه ووزي.»

هغه وويل: «زموږ داسي کډوال وليدل چي له ډېرو بدو شرايطو سره له ايران څخه وتل خو په خپل هيواد کي به هم تر دې له بدترو شرايطو سره مخامخ سي.»

اګلند نيوکه کړې ده چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا دغه بنديزونه د هغو سازمانونو د فعاليتونو د مخنيو خنډ ګرځي چي کډوالو ته مرستي رسوي. هغه وويل: «موږ په ۲۰۱۳ کال کي ژوند کوو بايد دا ممکنه وي چي د دغسي بنديزونو سره سره اړينو خلکو ته مرستي ورسيږي.»

اګلند دغه راز په دې برخه کي د ايران له نوي ولسمشر حسن روحاني څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وويل: «موږ د کډوالو د اوسېدو دغو سيمو ته د بلامانع رسېدو ته اړتيا لرو، چي تر اوسه پوري د مختلفو دلايلو له کبله نوو پرې ښوول سوي.»