1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايران باندي سوداګري بنديزونه يو کال نور هم وږده سول

۱۳۸۷ اسفند ۲۳, جمعه

اوباما غواړي چي د ايران سره مخامخ خبري اتري وکړي خو د بلي خوا يې تيره ورځ پر ايران باندي د سوداګريزۍ بنديزونه چي د امريکا لخوا ورباندي لګېدلي يو کال نور هم اوږده کړل

https://p.dw.com/p/HBM2
اوباما ايران ته د مخامخ خبرو اترو وړانديز کړی دی
اوباما ايران ته د مخامخ خبرو اترو وړانديز کړی دیانځور: AP / DPA / Montage DW

د امریکا دمتحده ایالاتو اوسنی ولسمشر بارک اوباما نه غواړي چي د ايران په مقابل کي دبوش د زمانې سخت سیاسي دريځ ته دوام ورکړل سي، او داخبره يې هم د خپلي انتخباتي مبارزې په وخت کي کړي وه، چي کيدای سي د ايران د اټومي پروګرام د لانجې په اړه ددغه هیواده سره مخامخ خبري وسي.

د افغانستان د هغه نوي ستراتيژي طرحي په هکله چي ښايي پر جزیاتو باندي يې د مارچ د میاشتی په 31 نيټه په دن هاګ کي په هغه کنفرانس کي چي د امریکایانو په وړانديز د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړيږ، پريکړي وسي، ايران هم را وبلل سي.

خو له بله پلوه اوباما پرون د ايران پر ضد دسوداګرۍ هغه بنديزونه یوکال نور هم اوږده کړي. د ايران پر ضد دسوداګري بندیزونو له مخه چي د 1995 ميلادي کال راهيسي د امریکا د وخت د حکومت له خوا لګول سوي، امریکايي تصدۍ نسي کولای له ايران سره دتيلو د خرڅلاو معاملې وکړي.

اوباما وايي چي له ايران سره زموږ د مخامخ خبرو وړانديز به پرخپل ځای پاته سي خو ددغه بندیزونو دوام په دې ضروري دی چي د ايران د حکومت سیاست دامريکا د متحده ايالاتو د دلچسپیو سره تضاد لري.

نیویارک تايمز لیکي، اوس امریکایان په دې تلاښ کي هم دي چي که وسي د ايران د لاري افغانستان ته دخپلو وسله والو ځواکونو د پاره اکمالات ورسوي. امریکایان ځکه د ايران د لاري غواړي داکار وسي چي نه غواړي د روسيې له لاري خپل لوژستیکي تدارکات افغانستان ته واستوي. که څه هم د امریکایانو له پاره ښه لاره هماغه دخيبر د درې لاره ده خو خبره داده چي ددغه لاري امنیتي وضع ورځ تر بلي خرابیږي او قر غستان هم امریکایانو ته داخبره په ډاګه کړي، چي په مناس کي خپله هډه وتړي نو ناټواو امریکایان په دې لټه کي سوي چي افغانستان ته دخپلو اکمالاتو درسولو دپاره نور امکانات ولټوي.

که څه هم افغانستان ته د ايران د لاري د اکمالاتو د رسولو موضوع نیویارک ټايمس مطر ح کړې خو بیا همدغه پاڼه د پنتاګون او د امریکايي پوځي سر چینو په قول لیکي چي امریکاینوته هيڅکله داخيال ندی پیداسوی، چي د ايران د ځمکنیو لارو څخه دي افغانستان ته خپل اکمالات انتقال کړي.

Reuter/ dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل