1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر ايران باندي يرغل په لومړيتوبونو کي نه دئ»

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه

د اسرائيلو د دفاع وزير ايهود باراک لومړی سلاکار آموس گيلاد، وايي چي نړيوالو بنديزونو د ايران اټومي پروگرام تر کنترول لاندي راوستی دئ، او داسي فکر نه کوي چي حمله دي وکړي.

https://p.dw.com/p/169uL
انځور: dapd

د اسرائيلو يوه لوړپوړي مقام د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۱۵) اعلام وکړ، چي په راتلونکو څو اوونيو کي اسرائيل د ايران پر اټومي تاسيساتو باندي حمله و نه کړي او پر ايران باندي پوځي يرغل د اسرائيلو په لومړيتوبونو کي نه دئ.

د اسرائيلو د دفاع وزير ايهود باراک، ستر سلاکار آموس گيلاد، د شنبې په ورځ په يوه تلويزيوني مرکه کي د دې پوښتني په جواب کي چي آيا د يهودانو رسختۍ چي د اکتوبر د مياشتي له ۹ نېټې څخه پيليږي آرامي رخصتۍ به وي؟

وويل، چي پر ايران باندي نړيوالو فشارونو او بنديزونو اوس د دغه هيواد اټومي اقدامات تر کنترول لاندي راوستلي دي.

گيلاد وويل:«که په نړۍ کي حالت بدلون و نه مومي فکر کوم چي راتلونکي رخصتۍ به آرامي وي.»

په مرکه کي د اسرائيلو دغه مقام پر دې باندي ټينگار وکړ، چي د امریکا متحده ايالات له دوی سره په دې کي هم نظره دي، چي د ايران د اسلامي جمهوريت اټومي پروگرام د نړۍ د سولي له پاره „ يو گواښ دئ“ .

هغه زياته کړه چي پر ايران باندي د نړيوالو بنديزونو اوس مهال ددغه هيواد اټومي پروگرام تر کنترول لاندي را وستی دئ.

آموس گيلاد، پر دې باندي ټينگار وکړ، چي اوس پخپله ايراني چارواکي په دې پوهيدلي دي، چي د اټومي وسلو په جوړولو پسې بايد سر و نه گرځوي. هغه زياته کړه:

«زما په نظر اوس پخپله ايراني چارواکي په دې پوه سوي دي، چي تر سره خط بايد تير نه سي. دا په دې معنی نه ده چي موږ پر هغوی گران يو يا پر موږ باندی رحم کوي، بلکي دا په دې دليل چي پر خپل هيواد باندي د يو ستر پوځي بريد په پايلو پوهيږي.»

ايراني چارواکي هروخت وايي، چي اټومي پروگرام ئې سوله ييز دئ. دا په داسي حال کي ده، چي نړيواله ټولنه او د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان بيا انديښنه لري، چي دغه هيواد د سوله ييز اټومي پروگرام په پلمه اټومي وسلې جوړوي.

د المان د دفاع وزير پر څرگندونو باندي اعتراض

د „ اسرائيلو او اروپا ديالوگ“ په کنفرانس کي د المان د دفاع وزير توماس ديميزير د هغه څرگندونو په اړه چي پر ايران باندي د اسرائيلو د پوځي يرغل په اړه کړي دي، د المان اپوزيسيون اعتراض کړی دئ.

د المان د دفاع وزير توماس ديميزير
د المان د دفاع وزير توماس ديميزيرانځور: dapd

د المان د دفاع وزير په دغه کنفرانس کي د ايران پر اټومي تاسيساتو باندي د اسرائيلو د پوځي يرغل د امکان په اړه وويل:«که څه هم دغه اقدام غير قانوني نه دئ، خوهوښيارانه نه دئ.»

دغه خبر په لومړي سرکي د تيري جمعې په ورځ د المان د محافظه کارو ورځپاڼو له خوا خپور سو او د دغه هيواد اپوزيسيون پر خبري باندي سختي نيوکي وکړې.

دا په داسي حال کي ده، چي د المان لومړۍ وزير د ايران پر اټومي تاسيساتو باندي د اسرائيلو د حملې په خاطر د نتانياهو دولت ته خبر داری ورکړی دئ. امريکا هم له دغه شان يوه بريد سره مخالفت ښوولی دئ.

نتانياهو له اوباما څخه غوښتي دي، چي که نړيوال بنديزونه د ايران د اټومي پروگرام مخه و نه نيسي د دغه هيواد پر اټومي تاسيساتو باندي د پوځي يرغل له پاره دي يوه نېټه ورته وټاکي. خو د امریکا جمهوررئيس له ځانگړي وخت څخه ځان پيچي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيدرياض