1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر بلاتر او پلاتیني اته کاله بندیز ولګېد

۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبه

د فیفا د اخلاقي قوایدو کمیټې پر يوزیف بلاتر او ميشل پلاتیني، باندي اته کاله بندیز ولگاوه. په عین حال کې هغوی۵۰۰۰۰ او ۸۰۰۰۰ سویسي فرانکه جریمه شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1HR4n
Joseph Blatter und Michel Platini
انځور: Getty Images/M. Rose

د دغي کمېټې له خوا چې مشري یې آلمانۍ قاضي هنس یوآخم ایکرت، کوي په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې پر يوزف بلاتر او ميشيل پلاتیني باندي اته کاله بندیز لګول شوی دی او هغوی په دې موده کې نه شي کولای چې په فوټبال پوري تړلو هر ډول فعالیتونو کې ونډه واخلي.

په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغه پریکړه ځکه شوې ده چې بلاتر له پلاتیني سره د خپلو مالي اړیکو په اړه د توضیحاتو د ورکولو له لاري د دې کمیټې قناعت نه دی ترلاسه کړی.

په بیانیه کې راغلي دي: «ښاغلی بلاتر نه په خپلو لیکلو او نه هم شفاهي اظهاراتو کې په دې وتوانید چې [پلاتینې ته] د پیسو ورکولو له پاره اسناد وړاندي کړي. د هغه دا څرګندوني چې له پلاتینې سره یې شفاهي توافق لاره، د کمېټې قناعت حاصل نه کړ.»

بلاتر، پلاتینې ته په ۲۰۱۱م کال کې دوه میلیونه ډالره ورکړي ول. دواړه وایي چې دغه پیسې پلاتیني ته د هغه د کار له کبله ورکړل شوي دي چې لس کاله مخکې یې کړی وو. د فیفا تر څنګ اوس د سویس حکومت هم د دغو پیسو د ورکړي په اړه څېړني کوي.

پر بلاتر او پلاتیني باندي وختي لا د ۹۰ ورځو بندیز لګول شوی وو. بلاتر چې تر دې مخکې د فوټبال د نړیوالي ټولني (فیفا) مشر وو او پلاتيني چې د فوټبال د اروپايي فدراسیون مشري پر غاړه لري دواړه په فساد تورن شوي دي.

پلاتیني هیله لرله چې د بلاتر پر ځای به د فوټبال د نړیوالې کمیټې مشري پر غاړه واخلي، خو ښایي هغه اوس د دغو بندیزونو له کبله و نه شي کولای چې دې مقام ته ورسیږي.