1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر بن لادن باندی جوړ سوي فلم په اړه بحث

۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه
https://p.dw.com/p/17DoC

د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس وکیلانو د CIA له خوا پر اسامه بن لادن باندي د حملې فلم چي د «زېرو ډارک ترټي» په نامه یادیږي، انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چي دغه فلم خلګ غلطي لاري ته رهنمايي کوي. له فلم څخه څرگنديږي چي د ترهګرو ددغه مشر د پیداکولو له پاره د کومو خرابو او له تشدده ډکو میتودو څخه کار اخیستل سوی دی. فلم ښکاره کوي چي په پاکستان کښي د دغه رهبر د پیداکولو په خاطر د واټر بورډینګ او نور مشابه میتودونه څونه کار اخيستل کیږي او څومره ډیر مهم دي. بن لادن په پاکستان کي د امريکايي خاصو ځواکونو له خوا ووژل سو. د امريکا د سنا درې کلن تخقیقات ښيی چي دغه ډول میتودونه نسي کولای د ښو او ګټورو معلوماتو سبب وګرځي. خو د CIA سرپرست مایکل مورېل بيا د سنا له دغه نظر سره مخالفت ښوولی دی او ویلي یې دی، چي له تشدده ډک دغه ډول میتودو د بن لادن د پيداکیدو سره کومک کړی دی.