1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر تاپي پایپلاین کار په روان کال کې پیلیږي

۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د تاپي پایپلاین د غځولو چارې به په دسمبر میاشت کې پیل شي. د دې پروژې په ترڅې کې د ترکمنستان ګاز له افغانستان او پاکستان څخه تر تریدو وروسته هندوستان ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/1G9HL

د تاپي پر ۱۰ میلیارد ډالري پروژې باندې د کار د پیلیدو خبرې په داسې حال کې کیږي چې تر دې مخکې نړیوالو رسنیو رپوت ورکړی وو چې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي، اوس په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله له یوې بلې لارې څخه خپل هیواد ته د ترکمنستان ګاز د رسولو په اړه فکر کوي.

د تاپې پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته رسوي تر دې مخکې څو وارې د اداري کارونو او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله درول شوې وه. خو ترکمن چارواکو د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف، سره د دوشنبې ورځي په غونډه کې وویل چې دغه پروژه به په روان کار کې پیل شي.

د پاکستاني حکومت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د تاپي پایپلاین د کار پیلیدو مراسم په سږ کال ونیول شي.»

خو د تاپي پروژې د تطبیقیدو پر وړاندې اوس هم ځینې ستونزې موجودې دي. دغه پایپلاین له دوه داسې هیوادونو څخه تیریږي چې سره ډیرې مغلقې سیاسي اړیکې لري. پر دې سربیره دغه پروژه په تیر وخت کې له مالي ستونزو سره هم مخامخ شوې ده. خو د تاپي پروژې د کار پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي وضعیت خرابوالی دی.

پاکستان چې اوس د انرژي به برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی، غواړي چې له ایران څخه دغه هیواد ته رارسیدونکی پایپلاین هم بشپړ کړي. پر دغې پروژې باندې کار بیا د ایران د اتومي پروګرام پر سر د تهران او شپږو ځواکمنو هیوادونو تر منځ تر یوې موافقې وروسته جدي شوی دی. دغه پروژه چې ورباندې ۷.۵ میلیارده ډالر لګښت راځي په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوه خو بیا پر ایران باندې د نړیوالو بندیزونو له سختیدو سره له ستونزو سره مخامخ شوه.