1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ترامپ باندي د جنسي آزار نوي تورونه

۱۳۹۵ مهر ۲۲, پنجشنبه

د امريکا د جمهوري رياست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو گوند کانديد ترامپ هغه تورونه رد کړل، چي گويا دوو ښځو ته ئې لاس اچولی. يوې ئې ادعا کړې ده چي ترامپ پر هغې باندي د «اختاپوس» (اته پښې لرونکي) حيوان په شان تعرض کړی دئ.

https://p.dw.com/p/2RBa8
[No title]
انځور: picture-alliance/AP-Photo

له مدعيانو څخه يوه هم ۷۴ کلنه جسيکا ليدز ده چي «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي ته ئې ويلي دي، چي ۳۰ کاله ترمخه ترامپ په يوه الوتکه کي د سفر پرمهال هغې ته لاس اچولی وو.

ليدز، ويلي دي چي ترامپ ئې سينو ته لاس اچولی او تلاښ ئې کاوه چي تر لمني لاندي برخي ته ئې هم لاس واچوي. دغي ښځي «نيويارک ټايمز ته ويلي دي: «هغه د يوه اختاپوس په شان وو. لاسونه ئې هري خوا ته غځول.»

د اوهايو ايالت يوې بلي ښځي رچل کوکس، ادعا کړې ده چي په ۲۰۰۵م کال کي کله چي هغه ۲۵ کلنه وه په «ترامپ ټاور» کي ئې له ترامپ سره ملاقات لرل او هلته ترامپ د هغې له رضايت پرته پر «شونډو» ښکل کړې وه.

د ترامپ د انتخاباتي ډلي د عمومي اړيکو سلاکار جسون ميلر، په يوه اعلاميه کي ويلي دي: «دغه راپور له هره اړخه جعلي دئ، او د نيويارک ټايمز له پاره دا ډېره خطرناکه ده چي دغه شان يو همږغی شخصيتي په بشپړه توگه غلط ترور د ترامپ پرضد پيل کړي.»

په عيني حال کي په فلوريدا کي «پالم بيچ پست» ورځپاڼي د چهارشنې په ماښام راپور ورکړی چي ترامپ ۱۳ کاله مخکي د ميندی مک گليورای په نوم يوې ۳۶ کلني ښځي ته لاس اچولی وو.

له هغه وروسته چي د ښځو په اړه د ترامپ ويډيويي خبري خپرې سوي دي، په نظرپوښتنو کي د هغه محبوبيت لږ سوی دئ.

بله خوا بیا د ديموکراتانو له گونده د هغه سياله کانديده هيلري کلينتن  تلاښ کوي چي د ترامپ د محبوبيت له کمېدو څخه گټه واخلي او خپل ځان ته ملاتړ ډېر کړي.