1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ترمپ باندې د کومي په قضيه کې نوی تور

۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبه

د ولسمشر دونالد ترمپ، يو نيمګړی خط ښايي پر ده باندې يو ځل بيا فشار زيات کړي. په امريکا کې ورځپاڼې راپور ورکوي چې په دغه ليک کې د اف بي آی يا فدرالي پوليسو د ادارې د مشر جيمز کومي، د ګوښه کېدلو اصلي عوامل راغلي دي.

https://p.dw.com/p/2jFTT
USA Washington - Donald Trump im Oval Office
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm

ولې بايد جيمز کومي له خپلې دندې څخه ګوښه شوی وای؟ د می په نهمه د اف بي آی يعنې د امريکا د فدرالي پوليسو د پلټونکې ادارې مشر، په ناڅاپه توګه د دونالد ترمپ په امر له خپلې دندې څخه ګوښه شو. له هغه وخت راهيسې دغه شک موجود دی چې ترمپ غوښتل د اف بي آی پر پلټنو باندې خپل تاثير واچوي. د اف بي آی اداره هغه وخت په دې لګيا وه چې د ترمپ د ټيم او روسيې تر منځ احتمالي ارتباطات وڅېړي.

په دې ترڅ کې اوس خاص پلټونکی، رابرت مويلر، د دغې قضيې ارزونه پر غاړه لري. ميولر ته اوس د يوه خط داسې نيمګړې بڼه مخ ته پرته ده چې د ولسمشر اوسنۍ ادعاوې تضعيفوي. په دغه ليک کې چې کوم چا ته استول شوی هم نه دی، د «واشنګټن پوست» ورځپاڼې په حواله د دې جزيات راغلي دي چې ترمپ ولې غوښتل ځان له جيمز کومي څخه خلاص کړي.

ورځپاڼه له دغو چارو سره پر بلدو او مسئولو کسانو باندې په استناد دغه خبره کوي. په ليک کې د کومي په وړاندې د ترمپ ډېر شکايتونه راغلي دي. يو شکايت دا دی چې کومي نه غوښتل په رسمي توګه د دې اعلان وکړي چې د روسيې په افتضاح او رسوايۍ کې د ترمپ په وړاندې پلټنې نه تر سره کيږي. داسې ادعا ده چې کومي ښايي ولسمشر ته د دې ژمنه د پردې تر شا کړې وي. يو څو ورځې وروسته ولسمشر بيا هم په تلويزيوني مرکو کې دا وويل چې د روسيې په اړه پلټنې يې هم د کومي په استعفا کې په نظر کې نيولې وې. خو دا چې دغه څه به په يوه خط کې هم راغلي وي، تر اوسه معلومه شوې نه وه. «واشنګټن پوست» خبر ورکوي چې ترمپ دغه ليک له خپل سلاکار ستيفن ميلر، سره يو ځای ليکلی دی. خو د سپينې ماڼۍ حقوقي مشاور دون مک ګېن، بيا اندېښنې لرلې. 

د عدليې وزارت په وړانديز ګوښه کېدل

فدرالي پوليس په دې هکله تحقيقات کوي چې آيا د امريکا د ولسمشريزو انتخاباتو په ترڅ کې د روسيې د مشکوکو نفوذي هڅو په برخه کې د ترمپ د انتخاباتي ټيم او د روسيې د حکومت تر منځ اوربتاط او تفاهم شوی وو، که څنګه. د کومي له ګوښه کېدلو وروسته بيا د عدليې وزارت رابرت ميولر د نوي خاص پلټونکي په توګه ګومارلی وو.

په رسمي توګه د می په مياشت کې ويل شوي وو چې ترمپ د کومي په قضيه کې د متحده آيالاتو د عدليې وزارت په سپارښتنه هغه ګوښه کړی وو. سپينې ماڼۍ په دې لړ کې د عدليې د مرستيال وزير، رود روزن شتاين يو ليک هم خپور کړی دی. روزن شتاين ښايي د اف بي آی د مشر د ګوښه کولو وړانديز کړی وي.