1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر تل ابیب یو ځل بیا د توغندیو بریدونه شوي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۹, پنجشنبه

فلسطیني وسله والو پر تل ابیب باندې څو وارې توغندي توغولي دي. د غزې پر تراړې باندې د اسرائيلو د هوایي بمبارۍ په ترڅ کې ۱۷ تنه وژل شوي دي. وضعیت ته په کتو سره د ملگرو ملتونو د امنیت شوری یوه بیړنۍ غونډه رابللې ده.

https://p.dw.com/p/1CZIJ
انځور: Reuters

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د لمن د پراخیدو نوې څپې ته په کتو سره د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د یوې بیړنۍ غونډې د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده. په پام کې ده چې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ تر سره شي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون، به د امنیت شوری ته د وضعیت په هکله تازه معلومات وړاندې کړي.

بان کيمون د غزې کړکیچ خطرناک بللی دی. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی په داسې شیطاني کړۍ باندې اوړي چې ډیر ژر له کنتروله وتلی شي.» هغه زیاته کړه چې غزه او ټوله سیمه د نورې جگړې د زغملو توان نه لري. بان له ټولو اړخونو څخه وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي. ډیر شمیر عربي او مسلمانو هیوادونو د امنیت شوری د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ فلسطیني وسله والو د غزې له تراړې څخه پر تل ابیب باندې یو ځل بیا توغندي وتوغول. د اسرائیلي تلویزوني چینل د رپوټ له مخې د تل ابیب په شا او خوا کې پنځه توغندي د توغندي ضد سیستم په واسطه په هوا کې له منځه وړل شوي دي. تیره شپه اسرائیلي هوايي ځواکونو د غزې تراړې پر خان یونس بمباري کړي دي. د روغتیا پالو او امنیتي کړیو د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه فلسطیني ملکي وگړي وژل شوي دي.

په دې ترڅ کې د اسرائيل پوځ ۲۰۰۰۰ احتیاطي سرتیري راغوښتي دي. د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې دغه سرتیري د هغو احتیاطي عسکرو نیمایي برخه جوړوي چې د اسرائيلو حکومت یې د گومارلو اجازه ورکړې ده. زیاته شوې ده چې د غزې په تراړه کې ځمکني عملیات «وروستی انتخاب» دی.

۷۵۰ هدفونه بمبار شوي دي

د اسرائیلي پوځ د معلوماتو له مخې د مدیتراني د سمندرگې په دغه څنډه کې تر اوسه له ۷۵۰ څخه زیات هدفونه بمبار شوي دي. د حماس د رادیکالې ډلې د معلوماتو له مخې اسرائیلي جنگي الوتکو د دغه ډلې تر ۷۰ زیاتو لوړپوړو چارواکو کورونه ویجاړ کړي دي. د «تایمز آف اسرائيل» په نوم ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې اسرائیلي امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۲م کال د نومبر په میاشت کې د اته ورځني عملیاتو په ترڅ کې دومره ډیر هدفونه نه دي ویشتلي لکه د یوې نیمې ورځې په عملیاتو کې چې یې په نښه کړي دي.

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس، د غزې په تراړه کې د ولس پر وړاندې د «جگړې» او «نسل وژنې» خبره کړې ده. هغه ویلي دي چې دا د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د فتح او حماس تر منځ د یوه واحد حکومت له جوړیدو سره اړه لري. په ملگرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر رون پروسور، په نیویارک کې ویلي دي چې د حماس د «ترهگر سازمان» له خوا د توغندیو د بریدونو د تر سره کیدو وروسته اسرائیل ته کوم بل انتخاب نه دی پاتې. د هغه په وینا ډیری وگړي د توغندیو د بریدونو له ویرې په خوندي خونو کې اوسیږي. وسله والو فلسطینیانو تر څو کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره په تل ابیب او بیت المقدس باندې د توغندیو بریدونه کړي دي.

شاوخوا ۳۸۰ راکټونه توغول شوي دي

تندلارو فلسطیني ډلو په لږه فاصله کې پر اسرائیل باندې د توغندیو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. یو ځل بیا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي چې کولای شي د اسرائیلو مرکز په نخښه کړي توغول شوي دي چې دې کار په لسگونو زره انسانان دې ته مجبوره کړي چې په امنو ځایونو کې پنا واخلي. د القسم په نوم تندلارې لوا د معلوماتو له مخې دوی په ۲۸ ساعتونو کې پر اسرائيل باندې ۲۷۹ توغندي توغولي دي. پر دې سربیره نورو وسله والو ډلو تر سلو زیات توغندي توغولي. د اټکلونو له مخې په اوسني وخت کې د اته میلیونه اسرائيلیانو نیمایي د حماس د توغندي بریدونو هدف گرځیدای شي. خو لا تر اوسه د اسرائیلو له لوري د مرگ ژوبلې په هکله ارقام نه دي ورکړل شوي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بینامین نتنیاهو، ویلي دي چې حکومت د عملیاتو د لمن د پراخولو پریکړه کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې د ځمکني عملیاتو تر سره کیدل هم تر غور لاندې دي. د هغه په وینا امنیتي ځواکونه د هر ډول حالت له پاره چمتو کړای شوي دي. نتنیاهو ویلي دي: «دا چې حماس پر ملکي اسرائیلیانو توغندي توغوي نو د دې له پاره به لوی تاوان ورکړي.»

په عین وخت کې د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل، د یوه سوله ییز حل د موندلو په لټه کې ده. د حکومت یوې ویاندې ویلي دي چې میرکل له نتنیاهو سره په یوه تلیفوني تماس کې پر اسرائیلو باندې د توغندیو بریدونه په کلکه غندلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب