1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر جرمني باندي ترهګر بريدونو ته تياری نيسي

۱۳۸۶ بهمن ۱۹, جمعه

د جرمني حکومت دې ته اشاره کړې ده چي د القاعدې ترهګرشبکه په دې هيواد کي چاودنو ته تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/DKG7
افغانستان ته د آلماني ځواکونو لېږل ددې سبب ګرځېدلي چي جرمني د بريد کونکو هدف وګرځي.
افغانستان ته د آلماني ځواکونو لېږل ددې سبب ګرځېدلي چي جرمني د بريد کونکو هدف وګرځي.انځور: picture-alliance

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت مرستيال اوګوست هانينګ وويل: د پاکستان افغانستان د پولي په اوږدو کي د ترهګري ډلي مشرانو دا پرېکړه کړې، چي د آلمان په اتحادي جمهوريت کي چاودني تر سره کړي.

د جرمني د جنايي جرمنو د ادارې او د قانون ساتني د تشخيص له مخه افغانستان ته د آلماني ځواکونو لېږل ددې سبب ګرځېدلي چي جرمني د بريد کونکو هدف وګرځي. بنسټپال به آلماني مسلمان و دې ته و ګماري چي ځان وژني وروښي.

د تيرکال د سپتمبر په مياشت کي د جرمني پوليسو په زاورلنډ کي د ترهګرو يوه شکمنه ځاله د مينځه يوړه او درې تنه شکمن يي ونيول.