1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر جنرال دوستم لگول شوي تورنه څیړل کیږي

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د افغان حکومت او د ملي ټلوالې د یوه مقتدر غړي جنرال عبدالرشید دوستم، تر منځ په شمال کې د ګازو او نفتو د کانونو د ناقانونه استخراج پر سر لانجې زور اخیستی دئ. اوس یو پلاوې سرپل ولایت ته استول شوی دئ.

https://p.dw.com/p/15CRT
انځور: picture-alliance/dpa

تیره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوه لیک په ترڅ کې له مسئولو ارګانونو غوښتنه وکړه چې له جنرال عبدالرشید دوستم څخه عاجلې پلټنې وکړي. پر دوستم باندې تور لگول شوی دئ چې په سرپل ولایت ئې په ناقانونه توګه د ملک له طبیعي شتمنیو څخه ګټه اخیستې ده.

په لیک کې راغلي دي چې نوموړي د خپلو ملیشو په مرسته د سرپل په نفتي حوزه کې ناقانونه او غیرې مسلکي کیندنې کړې دي او په سلګونو زره متره مکعبه ګاز ئې له همدې ځایه پلورلی دئ.

په همدې حال کې د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي دي چې که چیرې پر جنرال دوستم لګول شوي تورونه ثابت شي نو هغه به ونیول شي. د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري، په خبره دوی یوه څیړندویه پلاوي ته دنده سپارلې ده چې سرپل ولایت ته ولاړ شي او هلته دا مسئله له نزدې وڅیړي.

د امو په نامه د نفتي حوزې یوه برخه په سرپل کې پرته ده چې پکښې د کانونو د وزارت د شمیرو له مخې په ملیونونو متره مکعبه ګاز شتون لري.

د لوی څارنوالي د مرستیال د وینا له مخې د دغه ارگان یو صلاحیت لرونکی پینځه کسیزه پلاوی د موضوع د څیړلو له پاره سیمې ته رسیدلی دئ او که چیرې په دې ځای کې ناقانونه کیندنې ولیدلې شي نو د کیندنو مسئول به ونیسي او د قانون پنجو ته به ئې وسپاري:

«د افغانستان په قانون کې معادن د ملت او دولت ملکیت دي. هر څوک چې د دغو کانونو په برخه کې په ناقانونه عمل لاس پورې کړي، د هغه عمل د دولت او ملت پر ضد عمل بلل کیږي او د قانون له مخې به ورسره جدي او بي توپيره چلند وشي.»

له ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې راکمې شي. افغان حکومت په دې هیله دئ، چې تر دې نیټې وروسته به د افغانستان د کانونو په استخراجولو سره خپله بودجه تمویل کړي.

جنرال دوستم ته نزدې کس او د ملي ټلوالې مشر احمد ضیا مسعود، د دوستم ننګه کړې ده او ویلي ئې دي چې حکومتي یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او پخپله ولسمشر د هیواد ډیرې شتمنۍ لاندې کړې دي او پر دوستم باندې د داسې تورونو لګول د جهادي مشرانو د بدنامولو له پاره د سیستماتیکو هڅو یوه برخه ده:

«ملي خیانت هغو کسانو وکړ چې نهه سوه ملیونه ډالره ئې له کابل بانک څخه غلا کړل. ملي خیانت خو هغه چا کړی دئ چې په کندهار کې ئې د دفاع وزارت پر ځمکو شخصي ښارګوټی جوړ کړی دئ او اوس ئې پر پیسو پخپل منځ کې لانجې لري. د جهادي قوماندانانو بد نامول کومه اسانه خبره نه ده او موږ به هیڅ چا ته دا اجازه ور نه کړو.»

جنرال دوستم چې یو وخت د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان وو هغه وخت له حکومتي دندې ګوښه کړای شو چې په کابل کې ئې د ترک تبارانو شورا د مشر اکبر بای پر کور باندې یرغل وکړ.

یو شمیر ولسي خلکو او پخپله اکبر بای هغه وخت د جنرال دوستم د نیولو او قانون ته د هغه د سپارلو غږ وچت کړ خو مرکزي حکومت د هغه په قانوني تعقیب و نه توانید. دې ته به وخت ځواب ووایي چي ایا اوس قانون هغه د سرپل د طبیعي زیرمو د سپړلو په تور نیولای شي او که نه.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش