1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر روسیې او چین د ویټو له امله نیوکې شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د اسد د رژیم پر وړاندې د نوي پریکړه لیک پر سر رایې وکارولې. روسیه او چین چې په دغه شورا کې د ویټو حق لري او دغه پریکړه لیک ئې ویټو کړ. په عین وخت کې په سوریه کې نښتې روانې دي.

https://p.dw.com/p/15bvr

د متحده ایالاتو د ولسمشر ویاند جې کیرني، وویل چې دواړه هیوادونه روسیه او چین د سوریې د ولسمشر په ملاتړ کولو سره اشتباه کوي او د صحیح اړخ ملاتړ نه کوي. جې کیرنې وړاندې وویل چې اسد د روسیې په راتلونکي کې خپل نقش له لاسه ورکړی دئ او دغه رژیم نور د رانسکوریدو په حال کې دئ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د رایې اچونې وروسته وویل چې د روسیې او چین له خوا د پریکړه لیک ویټو کیدل د «توجیه او بخښلو» وړ نه دئ.

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، وویل چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په سوریه کې د خونړیو پيښو ته د پای رسولو مهم فرصت له لاسه ورکړ. د ویسترویله په وینا مسکو او پیکینگ د دغه پریکړه لیک په ویټو کولو سره د هغو قدرتونو ملاتړ کوي «چې په سوریه کې روان تاوتریخوالي ته هم ادامه ورکوي.»

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا زیاتره غړي د دغه پریکړه لیک د مسودې سره هم نظره وو. دغه پریکړه لیک د بریتانیا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو له خوا جوړ شوی وو. خو دغه پریکړه لیک د مسکو او پیکینگ له خوا تر ویټو وروسته کوم اهمیت نه لري. له ۱۵ غړو هیوادونو څخه ۱۱ غړو د دغه پریکړه لیک په حق کې مثبتې رایې او دوو غړو مستنکفه رایې وکارولې. دا دریم وار دئ چې د سوریې د کړکیچ د پیل راهیسې روسیه او چین د دغه هیواد پر وړاندې د ملگرو ملتونو پریکړه لیکونه ویټو کوي.

داسې اټکل کیږي چې د دغه پریکړه له ناکامیدو سره به په سوریه کې د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت د کار دوره هم پاې ته ورسیږي. جې کیرني په خپلو خبرو کې ویلي دي چې هیواد ئې دمشق ته د ملگرو ملتونو د دغه څارونکي ماموریت د لیږلو پلوی نه دئ.

په سوریه کې د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت پای ته رسول د دغه سازمان او عربي لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان د سولې د پلان د ناکامۍ په معنی دئ. د کوفي عنان د سولې له شپږ ټکیز پلان څخه یوازې سوریې ته د څارونکي ماموریت لیږل عملي شوي دي.
په عین وخت کې په سوریه کې د سختو جگړو راپورونه ورکول شوي دي. د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د درو نزدې اعتمادي کسانو له وژل کیدو وروسته په سوریه کې د حکومتي سرتیرو او یاغیانو تر منځ نښتې وار په وار توندیږي.

پلازمینه دمشق وار په وار د جګړۍ په ډګر بدلیږي. ویل شوي دي چې په دغه ښار کې یاغیانو د پولیسو پر یوې قرارګاه باندې برید کړی دئ. د اپوزیسیون د وینا له مخې د پولیسو یو ګڼ شمیر کسان په دغه برید کې وژل شوي دي.

په عین وخت کې د عراق پولې ته نزدې یاغیانو دوې دولتی تاڼې نیولي دي. همدا راز ویل شوي دي چې د ترکیې پولې ته څیرمه هم یاغیانو د حکومت څو نورې پوستې تر خپل کنترول لاتدې راوستي دي. د بشري حقونو ټولنې وایې چې یوازې تیره ورځ په نښتو کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم