1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر روغتیايي مرکز د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وژل شوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۹, پنجشنبه

د سویډن کمیټې ویلي دي چې د میدان وردک ولایت کې د دوی پر یوه روغتون د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دری تنه وژل شوي دي. همداشان په غزني ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې پنځه کارکونکي تښتول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HxRd
انځور: DW

د سویډن کمیتې پر خپله انټرنټ پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د میدان وردک ولایت په تنگي سیدان سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د دوی یو روغتیایي کلینیک په نښه شوې دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د سویډن کمیټې ترلاسه کړي دي، دوه ناروغان او د کلینیک یو کارکوونکی په دې پیښه کې وژل شوي دي. له وردک څخه ترلاسه شوو معلومات ښي چې دغه عملیات د افغانستان د ملي اردو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.»

افغان چارواکو تر اوسه پورې د دغو عملیاتو په هکله لا کوم جزیات نه دي ورکړي. په تیرو وختونو کې هم په افغانستان کې د دولتي ځواکونو له خوا روغتیایې مرکزونه په نښه شوي دي.

په غزني کې د سره صلیب د کارکوونکو تښتول

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند احمد رامین آیاز، د پنجشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د دوی د کمیټې پنځه تنه کارکونکي په غزني ولایت کې تښتول شوي دي.

سره صلیب نړیوالې کمېټې په غزني ولایت کې خپل فعالیتونه په مؤقتي توگه ځنډولي دي
سره صلیب نړیوالې کمېټې په غزني ولایت کې خپل فعالیتونه په مؤقتي توگه ځنډولي ديانځور: picture-alliance/Ton Koene

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د دغه کار په غبرگون کې په غزني ولایت کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. آیاز وویل چې دغه کارکونکي ژوندي دي او د دوی کورنیو ته هم په دې اړه معلومات ورکړل شوې دي.

آیاز زیاته کړې ده: «موږ د چهار شنبې په ورځ د ټیم له مسئول سره خبرې کړي دي، د سره صلیب کارکوونکي ژوندي دي. موږ د دغو کارکوونکو د آزادولو له پاره د غزني ولایت له امنیتي ځواکونو سره په تماس کې یو.»

تر اوسه څرگنده نه ده چې دغه کارکوونکي د غزني ولایت له کومي سیمي څخه تښتول شوي دي. یو شمیر ولسوالۍ او حتی په مرکز کې یو شمیر سیمي نا آمنه دي او په پرله پسې ډول پکښې د سړي تښتونې پښې رامنځ ته شوي دي.