1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سردار محمد داوود خان روغتون برید پای ته ورسید

۱۳۹۵ اسفند ۱۸, چهارشنبه

چارواکو ویلي دي چې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون باندي ترهګر برید پای ته رسیدلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې ټول برید کوونکي وژل شوي او اوس چارواکي رسیدلي زیانونه ارزوي.

https://p.dw.com/p/2Yp3n
Afghanistan Angriff auf das Militärkrankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «عملیات اوس پای ته رسیدلي دي. ټول برید کوونکي وژل شوي. موږ اوس د رسیدلو زیانونو د ارزولو په حال کې یو.»

د چهارشنبې په ورځ وسله والو کسانو چې د ډاکټرانو جامې یې اغوستي وې د کابل پر پوځي روغتون برید وکړ. د برید پړه ترهګري ډلي داعش پر غاړه اخیستې ده.

پر سردار محمد دواود خان روغتون باندي برید تر اوسه پورې لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۶۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د تلفاتو کچه ښایي تر دې هم لوړه شي.

په سردار محمد داود خان روغتون کي د سترگو ليدلی حال

په روغتون کې بند پاته شویو روغتیایي کارکوونکو له روغتون څخه په ټولنیزو رسنیو کې پیغامونه شریک کړې دي. ځایي رسنیو داسې انځورونه ښوولي دي چې یو شمیر روغیایي کارکوونکي د روغتون په لوړو پوړو کې د ودانۍ کړکۍ ته نزدې بند پاتې دي.

د روغتون یوه کارکوونکي په فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «برید کوونکي په روغتون کې دي. زموږ له پاره دعا وکړئ.»

د روغتون اداري کارکوونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ول چې برید کوونکي د لابراتوار د کارکوونکو جامې اغوستي او په روغتون کې دي. هغوی ویلي ول چي لومړی یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان الوزولی او تر هغه وروسته بیا نور روغتون ته ننوتي دي.

د روغتون یوه نرس عبدالقادر، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ما یو برید کوونکی ولید چې يو کلاشينکوف یې له ځان سره لاره او د ډاکترانو جامې یې اغوستي وې. هغه په دریم منزل کې پر ناروغاروغانو او ساتونکو باندي ډزې کولې.»

Afghanistan Angriff auf das Militärkrankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

هغه زیاته کړه: «هغوی زما یو ملګری وویشت خو زه په تیښته وتوانېدم. زه باید تر اغزن تار اوښتی وای.»

په داسې حال کې ده چې ځانګړي ځواکونه اوس د روغتون په پاکولو مصرف دي، لږ تر لږه دوې نوري چاودنې هم اوریدل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «په لاسي بمونو او کلاشينکوفونو سمبال درې برید کوونکي ودانۍ ته ننوتي دي. زموږ کوماندو ځواکونه د هغوی په تعقیب کې دي.»

هغه زیاته کړې وه: «موږ ټول نارغان را ایستلي دي.»