1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سياف باندي د يوه بريد مخه نيوله سوې ده

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

د ولسي جرگې پر غړي عبدالرب رسول سياف، باندي د بريد مخه نيوله سوې ده. د افغانستان د ملي امنيت رياست ويلي دي چي پر دغه «جهادي» شخص باندي يې د ځانمرگي بريد پلان شنډ کړی دی.

https://p.dw.com/p/19ltF
انځور: AP

په هغه اعلاميه کي چي د پکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۲) د افغانستان د ملي امنيت ادارې د مطبوعاتو له دفتر څخه خپره سوې ده راغلي دي: «د ملي امنيت د عمومي رياست موظفينو په یوه اوپراتيفي اقدام کي نجيب الله د نقيب الله زوی چي په «ذاکرالله» مشهور دی او د وردگو ولايت د جغتو ولسوالۍ اوسيدونکی دی نيولی دی. دغه کس پلان لاره چي د افغانستان د ولسي جرگې پرغړي عبدلرب رسول سياف باندي ځانمرگی بريد وکړي.»

د اعلاميې پر اساس هغه چا چي غوښتل يې سياف ترور کړي، يو وار بل هم د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په تور نيول سوی وو خو بيا بيرته آزاد سوی وو.

د ملي امنيت په اعلاميه کي راغلي دي: «نيول سوي کس د دې ترمخه د تروريستي فعاليتونو په تور درې کاله په بند کي تيري کړي ول او دوې مياشتي دمخه له زندان څخه آزاد سوی وو. دغه کس بيا دوباره په وردگو ولايت کي د طالبانو د قوماندان احمدالله له خوا د تروريستي بريدونو د ترسره کولو د مخکښ په توگه ټاکل سوی وو. دغه تن ته لارښوونه سوې وه چي پر استاد سياف باندي ځانمرگي او د چاودېدونکو موادو بريدونه وکړي.»

ملي امنيت ويلي دي چي د دغه ماموريت د ترسره کولو له پاره له نجيب الله سره دوه تنو نورو هم همکاري کوله چي له هغوی څخه هم يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي مواد نيول سوي دي.

سياف په خپله وروستۍ وينا کي ځانمرگي بريدونه حرام بللي ول او ويلي يې ول چي طالبان «مذدوران» دي. هغه په خپله وينا کي ويلي ول چي طالبان خپل اختيار نه لري او د نورو په اشارو سره يې افغانستان په وينو لړلی او له خاورو سره خاوري کړی دی.