1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر شمالي وزيرستان د عملياتو د پيليدو پريکړه سوې

۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبه

يوه پاکستانۍ ورځپاڼه ليکي چي، د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيوچارو د وزيري، هيلري کلنټن د پرله پسي فشارونو وروسته، پاکستان پريکړه کړې چي په شمالي وزيرستان کي د القاعده شبکي او طالب جنګيالو پرضد پوځي عمليات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/11Qlv
په شمالي وزيرستان کي د تيرو عملياتو يو انځور
په شمالي وزيرستان کي د تيرو عملياتو يو انځورانځور: AP

د پاکستان د « دي نيوز» ورځپاڼه کاږي چي د القاعدې او طالب جنگياليو د پټ ځايونو د منځه وړلو پر سر پريکړه پاکستان ته د کلنټن او د متحده ايالاتو د پوځونو د مشر مايک مولن د سفر په ترڅ کي سوې ده.

امريکا د پاکستان څخه د ډيري مودې راهيسي په سيمه کي د حقاني شبکې پرضد د عملياتو غوښتنه کوله.

پر پاکستان وروسته له هغه هم دغه فشارون ډير سول چي اسلام آباد ته نژدې د القاعدې ډلي مشر اسامه بن لادن ووژل سو.

ورځپاڼه د يو لوړ پوړي چارواکي په حواله ليکي چي، د ځمکني عملياتو د مخه به د ترهگرو ځالي لومړی ترهوايي بريدونو لاندي ونيول سي. د عملياتو د وخت په اړه څه ندي ويل سوي.

په راپور کي راغلي چي، په شمالي وزيرستان کي د عملياتو ستراتيژي څه موده وړاندي جوړه سوې ول. خو د کلنټن تر سفر وروسته پر دې هوکړه سوې چي دغه عمليات څنګه پر مخ ولاړ سي.

Asif Ali Zardari Hillary Clinton
انځور: AP

پاکستان تر اوسه پوري پدې اړه څه نه دي ويلي.

ورځپاڼه زياتوي:« دواړي خواوي د ګډوعملياتو پر سر موافق سوي. دا به د تروريزم په وړاندي روانه جګړه کي لومړی وار وي چي بهرني ځواکونه د پاکستان په خاوره کي عمليات تر سره کړي.» دا ګام به د پاکستاني جنرالانو له پاره د خطره ډک وي.

د ځينو څيړونکو په آند د پاکستان او امريکا ګډ پوځي عمليات به په پاکستان کي د امريکا ضد حساسيت نور هم را وپاروي او د پاکستان پوځ به د لا ډيرو ستونزو سره مخامخ سي.

د «تر ټولو خطرناک ځای» نومي کتاب ليکوال امتيازگل وايي.« ددې په خاطر چي ټول په پاکستان کي د امريکا د مداخلي په هکله شکمن دي کيدای سي غبرګون ډير جدي وي.» « د اسامه بن لادن په وژنه خلک هسي هم د خجالت احساس کوي او اوس به هغوی ته د غبرګون ښودولو بل لامل پيدا سي.»

خو په شمالي وزيرستان کي عمليات به يوه بله لاره وي چي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د امريکا او پاکستان خړي پړي اړيکي بيرته ورغول سي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زیارمل