1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر شمالي کوريا باندي بنديوزونه نور هم پراخ سوي دي

۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17Q4S

د ملګروملتو د امنيت شورا د شمالي کوريا پر ضد خپل بندیزونه نور هم پراخ کړي دي، ځکه چي دغه هيواد په ډسمبر کښي یو توغندی هوا ته توغولی وو. په هغه پریکړه لیک کښي چي په نیویارک کښي د رایو په اتفاق تصویب سوی دی، راغلي دي چي د راکټ په توغولو کښي د شمالي کوريا ذیدخله شرکتونه له همدااوس څخه نور خارج ته سفر نسي کولای. سربېره پردې به د دغو کوریایانو او د هغو د شرکتو، خارجي بانکي حسابونه کنګل سي. د شمالي کوريا په حواله د ډسمبر پر۱۲ د راکټ توغول، فضأ ته د زاتلیت د لیږلو په هدف تر سره سوی دی. خو د امريکا متحده ايالاتو په نظر دغه کمونسټي هيواد غوښتل چي اټومي وسلې امتحان کړي. د شمالي کوريا د اټومي پروګرام له کبله د امنيت شورا څوواره د پيونګ يانګ د رژیم پر ضد بندیزونه وضع کړي دي.