1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر شيناواترا باندي فشار نور هم ډېر سوی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۱, دوشنبه

د تايلند په اعتراضونو کي نزدې څلور تنه وژل سوي او تر سلو زيات ټپيان سوي دي. د دولت د پلويانو، مخالفينو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب نور هم زور اخيستی دی. دا معلومه نه ده چي دغه بحران به څه وخت پای ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/1ARXt
انځور: picture-alliance/dpa

نن د دوشنبې په ورځ هم د تايلند په پلازمېنه بنکاک کي د مظاهرو تمه کيږي. د دغه هيواد د اپوزيسيون مشرسوتهپ تانګسوبان، پر دولتي کارکوونکو باندي ږغ کړی دی چي خپلو کارونو ته دي نه ځي. د اپوزيسيون مشر لومړۍ وزيري ينګلک شيناواترا ته د پنجشنبې تر ورځي پوري ضرب الاجل ټاکلی دی، چي له خپلي دندې څخه به استعفا کوي.

د يکشنبې په ورځ لا ټاکل سوې وه چي سوتهپ، به له لومړۍ وزيري سره ملاقات وکړي، خو وروسته بيا دغه د لومړي وزيز پخواني مرستيال وويل، چي تر هغه وخته پوري به له ينګلک شيناواترا سره ونه ګوري تر څو ولسي پاڅون بريالی سوی نه وي.

لومړۍ وزيره ينګلک هغه مهال د پوليسو له خوا يوه خوندي ځای ته ورسول سوه چي په زرونو اعتراض کوونکي د ورزش هغي سيمي ته ور ننوتل چي شيناواترا پکښې ول.

اوښکی بهوونکی ګاز او زور زياتی

د يکشنبې په ورځ نزدې ۳۰۰۰۰ اعتراض کوونکو «د خلکو انقلاب» په نامه يو وار بيا کوښښ وکړي چي پر دولتي تاسيساتو باندي هجوم ور وړي.

يو تعداد مظاهره کوونکو کوښښ وکړ چي دولتي راديو تلويزيون ته ور ننوزي. د دغه هيواد په پلازمېنه کي پر څو دولتي ودانيو باندي لکه په تيرو اوونيو کي چي کلابندي سوي وې د ورتګ کوښښ وکړ او د پوليس له زور زياتي سره مخامخ سول. اعتراض کوونکو پر پوليسو باندي ډبري و اورولې خو پوليسو بيا له اوښکو بهوونکي ګار څخه کار واخيست. پوليسو ويلي دي چي په دغه اخ و ډب کي تر ۱۰۰ زيات انسانان ټپيان سوي دي.

د شنبې په ماښام څلور تنه اعتراض کووکي هغه مړه او تر سلو زيات ټپيان سول چي د دولت پلويان او مخالفين په يوه ورزشي لوبغالي کي يو له بله سره مخامخ سول. تر دې دمخه په دغه ځای کي په اصلاح د دولت «سره کميسي» نزدې ۷۰۰۰۰ پلويان د ملي پيوستون په نامه سره راټول سوي ول. دواړو خواوو يو بر بل باندی د زور زياتي تور لګولی دی.

د عفو طرحي ناکامه وړانديز

دغه بحران د نوومبر مياشتي په لومړيو کي هغه مهال پيل سو چي د لومړۍ وزيري ينګلک شيناواترا په مشرۍ ايتلاف د عمومي بخنښي يوه ناکامه طرحه وړاندي کړه. دغه طرحه د تايلند د سنا له خوا رد سوه. که دغه طرحه بريالی سوې وای نو په تبعيد کي د ينګلک ورو تاکسين شيناواترا به هم له هغه څخه برخه من سوی وای. تاکسين شينا واترا په ۲۰۰۶ کال کي د دغه هيواد د سلطنتي پوځ له خوا را وپرځول سو او وروسته بيا د فساد په تور محاکمه خو هغه له هيواده وتښتېد.