1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر طالبانو او داعش امريکايي بريدونه زيات سوي

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

په افغانستان کي د وسله والو طالبانو او د داعش پر ضد د امريکايي پوځ بريدونو په لږ وخت کي زیات پراخوالی موندلی

https://p.dw.com/p/2gjZh
USA Bomber B 1B Symbolbild
انځور: Reuters/USAF/C. H. Rudisill

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۸مه نېټه) د امريکا د متحده ايالاتو د هوايي ځواک له خوا د تره سره سوو بريدونو اعداد او شمېرې خپرې کړل سوې. د دغو شمېرو څخه څرګنديږي چي د روان ۲۰۱۶م کال په لومړیو ۶ مياشتو کي د تېر کال د واړه ۱۲ مياشتو په پرتله زيات بريدونه سوي دي.

امريکايي پوځ په دې ترڅ کي الوتنې نه بلکه فاير کړل سوي راکټونه شمېرلي دي. د شمېرو له مخي د امريکايي پوځ پیلوټانو د جون مياشتي تر ۳۰مي پوري ۱۶۳۴ راکټونه فاير کړي ول. حال دا چي په ټول ۲۰۱۶ کال کي د فاير سوو راکټونو شمېر ۱۳۳۷ ؤ. په اوسنيو شمير کي د افغان ملي اردو له خوا فاير کړل سي راکټونه نه دي شميرل سوي. افغان ملي اردو هم الوتنې کوي او هوايي بريدونه تر سره کوي.

د نوو شميرو څخه څرګنده سوې چي په افغانستان کي د امريکايي پوځ د بريدونو پراخوالی هغه لوړي درجې ته رسېدلی لکه په ۲۰۱۲ کال کي چي ؤ. په ۲۰۱۲ کال په افغانستان کي ۸۰ زره عسکر په افغانستان کي ول.

په داسي حال کي چي افغان ځواکونه د خپلو امکاناتو پای ته رسيږي، د امريکا پوځ بله لاره نه ويني بېله دې چي په خپلو بريدونو کي زياتوالی راولي او په دې توګه د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. ناټو په ۲۰۱۴ کال د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ پای ته رسولی ؤ، خو د امريکا د متحده ايالاتو پوځ تر نن پورې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

دا په داسي حال کي چي د بريدونو د قربانيانو شمېر هم جګ سوی دی. د روان مېلادي کال په ۶ مياشتو کي د تير کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د ملکي قربانيانو په شمير کي ۴۳ سلنه زياتوالی راغلی دی. د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ د قربيانيانو سلنه ۳۷ او د افغانستان د هوايي ځواک د بمباريو د ملکي قربانيانو سلنه ۴۸ ده.