1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر عراق باندي د بريد له پيل څخه شپږ کاله تيريږي

۱۳۸۷ اسفند ۳۰, جمعه

عراق په دې وروستي يونيم کال کي د ثبات د ګټلو سره سره دکورني امنيت له مخه د نړۍ د ډيرو خطرناکو هيوادونو په ډله کي دی.

https://p.dw.com/p/HGKb
عراقيان په خپلو ښارونو کي ډيرو ځايونو ته نه سي ورتلای
عراقيان په خپلو ښارونو کي ډيرو ځايونو ته نه سي ورتلایانځور: picture-alliance / dpa

د امريکا د متحده ايالاتو پخواني جمهورريیس جورج بوش پر نوموړي هيواد باندي سره د هغه د برید امر وکړی، چي نه يې د ډله ايزو وژلو وسلي درلودي، او نه يې هم القاعدې يا طالبانو سره کوم نژدي يوالی او اړيکي درلودې.

بوش ويلي وه :«که څه هم موږ په عراق کي د ډله ايزو وژلو وسلو ګدامونه پيدا نه کړل خو سره له هغه هم پر هغه هيواد باندي بريد سم کاروو.»

د عراق د جګړې د پيل څخه شپږ کاله وروسته امريکا له ماجرا څخه راويښه سوې ده، څه ناڅه 4300 امريکايي عسکرو په دې جګړه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی. اوعراق په دې وروستي يونيم کال کي د ثبات د ګټلو سره سره دکورني امنيت له مخه د نړۍ د ډيرو خطرناکو هيوادونو په ډله کي دی.

تر بوش وروسته جمهورريیس بارک اوباما غواړي چي پر نوو لارو ولاړسي. دده شعار دادی چي پوځ وباسي خو دغه هيواد هماغسي ګډوډ خوشي نه کړي. دابه يو ستونزمن کاروي. د پوځ ايستل لا داسي سم پيل سوي نه دي او هيڅ څوک نه پوهيږي چي که امريکايان دخپلو عسکرو شمېر هلته بيخي لږ کړي څه به پېښ سي. ځکه چي په عراق کي ډير نور جانبي لوبغاړي هم سته دي.

د عراق ګاونډی ايران به څه دريځ غوره کړي؟. په دې وروستيو کي د ايران حکومت ډير محطاط وو اوپر بيلا بيلو اشخاصو او ډلو باندي يې مثبت اثر درلودی. د افراطي مبلغ الصدر،نه تر لوړي اسلامي شوراپوري ددوي اثر موجود وو.خو اوباما دې ته چمتو والی ښودلی دی چي له ايران سره خبري وکړي. يعني دخپل سلف بوش له سياست نه چي ايران يې تجريدکړی ووبيرته راوګرځي. اوباما هماغه د ټاکنو د مبارزې په وخت کي ويلي ول:

د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

«لومړی کارچي زه به يې وکړم دا وي چي دا به وښيم چي موږ له ايران اوسوريې سره خبرو کولو ته مجبوره یو.»

دا ټول له يوبل سره اړوند دي،يوه مهمه پوښتنه دلته داده چي آيا القاعدي ته به نژدې ډلي په عراق کي بيرته دومره هوسا سي چي بيا په ډيرو ګوزارونو باندي لاس پوري کړای شي. د القاعدې سره نږدې ډلي د عراقي سنيانو لخوا چي مالي مرسته يې امريکا کوله او «د عراق زامن» نومېدل وشړل شول. دا د امريکايانو ډير ځيرکانه عمل وو. خو اوس به هغه ملېشه چي دعراق په پوځ کي ځاي نه دی ورکړل سوی، څه و کړي. آيا دوی به خپلي وسلې تسليم کړي.

دغه ډول داپوښتنه هم پيدا کيږي چي نوري عراقۍ ډلي لکه دبدرشيعه ليوا چي ځان د«مهدي پوځ »بولي او دکورديانو« پيشمرګان» به څه وکړي او له کردانوسره به دتيل لرونکي سيمي کرکوک پرسر لانجه کوم ځای ته ورسيږي، او آيا د عراقي سياستوالو اراده به دومره قوي وي چي د نوموړي هيواد يو والی وساتي؟. نو په دې ډول د عراق راتلونکې لکه د 6 کاله پخواپه شان نامعلومه ده.

de Cuveland/ اميري

کتونکی: زيارمل