1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر عراق د امرېکې په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د بريد اته کاله پوره سوه

۱۳۸۹ اسفند ۲۸, شنبه

امريکې او د بريتانيې پر عراق پدې وجه بريد وکړی چي گواکي عراق د ډليزې وژنې وسلې لري او نړۍ ته يو ستر گواښ دی. خو وروسته دا خبره څرگنده سوه چي د امريکا او بريتانيې دغه تورونه پر رښتني بنسټونو نه وه ولاړ.

https://p.dw.com/p/RAlN
د متحده ايالتونو پخوانی ولس مشر جارج ډبليو بوش
د متحده ايالتونو پخوانی ولس مشر جارج ډبليو بوشانځور: AP

د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیوبوش د 2003 کال د مارچ په دریمه نیټه، ولس ته په یوی تلویزیونی وینا کی په خواشینی کونکی ډول وویل:

« په همدی لحظی کی د امریکا متحده ایالاتو او د ایتلاف ځواکونه د پوځی عملیاتو په لومړې پړاو کی دي. د دغو عملیاتو موخه د عراق د هیواد بی وسلۍ کول، د خلکو آزادول، او د یو لوی خطر څخه د نړۍ ژغورل دي.»

بوش په سپینه ماڼی کی د یو لښکرکښی څخه خبر ورکړ. امریکا متحده ایالاتو غوښتل چی د 35 نورو هیوادونو په مرسته د عراق دیکتاتور صدام حسین له قدرته وغورځوی او د هغه د ډله یزی وژنی د وسلو جوړونی د پلان نقشه د خاورو سره برابره کړی.

تقریبآ هیڅ یو د دی خبرو څخه د حقیقت سره تړاو نه درلود او د امریکا ولسمشر باید په دی خبره پوه وای. خو جورج بوش د 2001 کال د سپټمبر د میاشت څخه وروسته د فشار لاندی وو او د نړیوال تروریزم په وړاندی په جګړه کی یی باید خپل لاسته راوړنی بیان کړی وای.

نو پدی توګه د القاعده او صدام حسین تر منح د یوی اړیکی طرحه وکړه، هغه یوه اړیکه چی ثبوت یی نه درلود او نه هم د ثبوت وړ وه. دغه اړیکه په داسی وخت کی د بوش ړ اداری له خوا طرخه شوی چی عراق د ایران پر ضد له کلونو را په دی خوا ملاتړ کاوه، خو په دغه وخت کی د واشنګتن په نظر عرباق د ټولی سیمی لپاره د یو خطر په توګه وګڼل شو.

د عراق دويمې جگړې و ولسي خلکو ته سخته مرگ ژوبله واړوله
د عراق دويمې جگړې و ولسي خلکو ته سخته مرگ ژوبله واړولهانځور: AP

د دی کار یو علت په 1991 کال کی د عراق له خوا د کویت د هیواد اشغالول وو. د جورج دبلیو بوش پلار چی له کلینتن څخه مخکی د امریکا ولسمشر ؤ، وتوانید د صدام حسین له خوا د کویت د اشغال پر ضد نړویالا ایتلاف جوړ کړی او هغه له کویت خخه وتلو ته مجبوره کړی.

د ملګروملتونو سازمان پرعراق سخت بندیزونه ولګول. خو د ډله ایزی وژنی د وسلو د جوړولو کوم مدرک پیدا نه شو. همدارنګه کولن پاول د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ونه شو کړای چی د امنیت د شورا د غوندی په وړاندی د خپلی ادعا ثوبت وړاندی کړی. هغه په هغه کی وویل:

« یو د اندیښنی وړ ټکی چی د عراق په هکاله په په پنډی استخباراتی دوسیی کی د بیولوژیکی وسلو په اړه تر سترګو کیږی، هغه دا دي چی عراق د موثرو بیولوژیکی موادو د تولید لپاره ګرځنده ورکشاپونه لری.»

پاول هغه وینا وکړه چی د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتی سازمان یعنی سی آی ای له خوا ورته لیکل شوی وه. په دغی وینا کی بوش حق په جانبه وښودل شو. په دغی وینا کی د عراق د بیلوژیکی وسلوګرځنده لابراتورونو ته ګوته نیوله کیږی. خو وروسته معلومه شوه چی دغه ډول ادعاوی د هغه یو عراقی له خوا بیان شوی دی چی د صدام رژیم خخه تښتیدلی ؤ. د آلمان استخباراتی سازمان د معلوماتو له مخی دغه عراق چی مستعار نوم یی «کورویبال» ښودلی وی، په 2011 کال په څپلو تحقیقاتو کی اعتراف وکړ چی د هغه ټول ورکړ شوی معلومات تخیلی او له ځان څخه جوړ شوی ؤ.

بوش په عراق کي د خپلو عسکرو څخه د لېدنې پر وخت
بوش په عراق کي د خپلو عسکرو څخه د لېدنې پر وختانځور: AP

دغه راز د د امریکا د متحد ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر کولن پاو هم اوس په 2003 کال کی د امنیت شورا ته خپله د خپل ژوند تر ټولو تیاره شیبه بولی، هغه وایی چی ده بله چاره نه درلوده پرته له دی چی د سی ای ا جوړه شوی وینا وړاندی کړی او جارج دبلیو له پلان څخه ملاتړ وکړی.

په داسی حال کی چی د جورج ډبلیو بوش پلار د کویت د ازادی لپاره یو لوی ایتلاف منځته راوړی وو، زوی هم ډیری زیاتی هلی ځلی وکړی ترڅو دغسی یو نړیوالا ایتلاف جوړ کړی. خو پرته د بریتانیا د هغه وخت صدراعظم تونی بلیر د نړی کوم بل ځواکمن هیواد د بوش له پلان څخه ملاتړ ونه کړ.

پر کوچنیو هیوادونو فشار اچول شوی وو تر څو په جګړه کی برخه واخلې . خو ځواکنونو هیوادونو لکه فرانسی او آلمان په جګړه کی له برخی اخیستو څخه ډه ډه وکړه. د آلمان د هغع وخت صدراعظم، ګیرهارد شرویدر وویل:

« ما په واضحه توګه وویل چی د آلمان هیواد نشی کولی د دی جګړی په رښتینولی باور وکړی.»

خو سربیره پردی ، د 2003 کال د مارچ په نولسمه نیټه جګړه پیلیږی، او د اتو کلنو په تیریدو سره اوس هم د امریکی پوځونه په عراق کی میشت دي.

په دی جګړه کی د ایتلاف ځواکونو 5000 کسان له لاسه ورکړل. چی اوس دا ایتلاف د اوږدی مودی راهیسی پاشل شوی دي. د صدام حسین د ځواکونو کابو 45000 کسان ووژل شول. د جګړی په لومړیو دریو کلونو کی د ملکی وګړو د وژل کیدو شمیره شاوخوا 750000 تنو ته ورسید. جورج ډبلیو بوش د 2003 کال د مارچ په 19 نیټی څه ویلې وه؟

« د عراق د هیواد بی وسلۍ کول، د خلکو آزادول، او د یو لوی خطر څخه د نړۍ ژغورل دي.»

پېټر فيليف / شمس الرحمن ناصر

کتونکی: احمدولي اڅکزی