1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزه باندي د سربو د باران په نامه پوځي عمليات پيل سول

۱۳۸۷ دی ۱۵, یکشنبه

د شنبې د ورځي راهيسي چي دغه پوځي عمليات پيل سوي او اسراييلي عسکر د غزې په سيمه ور ننوتي د عملياتو دوهم پړاو پيل سوی دی.

https://p.dw.com/p/GRoi
د اسراييلو د توپچي ځواکونو شلکونه د غزې پر شمالي سيمو باندي.
د اسراييلو د توپچي ځواکونو شلکونه د غزې پر شمالي سيمو باندي.انځور: AP

اسرايليان وايي ددوي هدف ددغه عملیاتو څه دادی چي د غزې په تراډه کي هغه سیمي تر کنترول لاندي ونيسي، چي له هغه ځايونو څخه فلسطیني تند لاري جنګيالي د اسرايلو د خاوري پر لورسام ډوله توغندی توغوي.

مخکي له دې چي اسراييلي ځمکني ځواکونه د غزې سیمي ته ورننوتي، دوی د الو تکو په واسطه د غزې پر شمالي سیمو باندي د هوا له لاري پاڼي شندلي وې چي فلسطیني ماشومانو دغه پاڼي راغونډ کړي وې او پکښي اسراييلیانو دسيمي اوسيدونکو ته د ځمکنيو عملیاتو دپیل ګواښونه کړي ول او له دوی څخه يې غوښتنه کړې وه چي خپل کورونه پرېږدي. خو دلته داپوښتنه هم بايد وسي چي که چيري دوی خپل کورونه پريږدي نو چيري ولاړ سي؟ پر يوه سیمه باندي چي د هوا، اوبو او مځکي له لاري حملې وسي او له هري خوا څخه تر محاصرې لاندي وي، نو دسيمي د اوسيدونکو له پاره به د تښتي لاره کومه وي.

يو فلسطینی دغزي پر سیمي باندي د اسراييلو دځمکنيو عملیاتو د پيل څخه د مخه وويل:« زه خپل عربي ورڼو او اروپايي ټولني ته مخ اړوم او هيله کوم چي دوی ددغه یرغل دمخنوي له پاره خپل ږغ پورته کړي. موږ په دغه جګړه کي ټولو یوازي پريښي یو او هيڅ یو عربي هیواد زموږ پر خوا ندی ولاړ.»

دشنبې د ورځي د ماپښين په شاو خواکي حالات لاپسي خرابيږي. د اسراييلو د توپچي ځواکونو شلکونه د غزې پر سواحلي سيمو باندي پيليږي او له بله پلوه ټوله ورځ دغزې پر شمالي سواحلو باندي بمباريو هم دوا درلود.

لکه څنګه چي د اسراييلو يو پوځي ویاندوايي، دوی دجمعې په ورځ داپریکړه کړې چي د غزې پر سيمه باندي د دوی ځمکني عملیات بايد پيل کړل سي:« ده دو ساعتو راهيسي، د سربو دباران، ترکود نامه لاندي دغزې په سيمه کي زموږ د پوځي عملیاتو دوهم پړاو پيل سوی او په دغه عملياتو سره موږ غواړو چي دحماس پوځي جوړښتونه له منځه يوسو په تيره بيا هغه مورچلونه چي له هغه ځايه د اسرايلو پر لور توغندۍ توغول کیږي.»

په غزه کي د مرستندويه ټولنو استازي وايي،چي په ځمکنيو پوځي عملیاتو سره به دملکي وګړو وضع لاپسي بحراني سي.