1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزې باندي د اسرايلو په پوځي حمله کي تر اوسه پوري 275 تنه وژل سوي

۱۳۸۷ دی ۸, یکشنبه

تېره شپه اسرائيلي هوايي ځواکونو د غزې په ښار کې د يوه لوی روغتون له څنګه يو جومات بمباري کړی

https://p.dw.com/p/GOCl
د اسراييلي بريد څخه وروسته يوه فلسطينۍ کورنۍ د کورڅخه د تېښتي په حال کی
د اسراييلي بريد څخه وروسته يوه فلسطينۍ کورنۍ د کورڅخه د تېښتي په حال کیانځور: AP

د شنبې د ورځې له نيمايي څخه شروع شوي اسرائيلي نظامي عملياتو تر اوسه پوره 275 تنه فلسطنيان له منځه وړي او نژدې800 تنه يې ټپي کړيدي. په غزه کې موجود روغتونونه د خپل ځايښت له حد څخه تېر ډک شويدي.

د اسرائيلو لومړي وزير ايحود اولمرت پرون د غزې پر تراړو باندې د يرغل سبب دا څرگند کړ چي:«د کومې آرامۍ وړانديز چې موږ کړی وو، په غالمغال سره ځواب شوه. د اوربند غوښتنه په بې هدفه ترهگرۍ سره ځواب شوه. هېڅ کوم هېواد دا ډول واقعيت او حالت نه شي زغملی. زموږ د وگړو ژوند وړيا نه دئ او نه دوی کوم ښکارکېدونکي ژوي دي.»

نن يکشنبه د هاريتڅ اسرائيلۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی، اسرائېلو نيم کال راهيسې،يعنی کله يې چې د حماس سره د اوربند تړون وکړ، د دې پوځي عمل بندوبست پيل کړی وو. دا پلانونه پنځه مياشتې په ټپه ولاړ وو، تر څو د نوومبر د مياشتې په پيل کې، د غزې پر تراړو باندې د اسرائيلو له يوه تيري سره، د دواړو خواوو تر کت تاوتريخوالی راپورته شو او حماس د کسم توغديو په ورويشتلو سره غبرگون ښکاره کړ. د دې اونۍ د چهارشنبې په شپه د دسمبر په ٢٤ نېټه د اسرائيلو لومړي وزير ايحود اولمرت خپله ټوله کابينه د دې عملياتو په جزئياتو باندې خبره کړه او ټولو ورسره ومنله.

د اسراييلو په بريد کي په غزه کي ټپي سوي ماشومان
د اسراييلو په بريد کي په غزه کي ټپي سوي ماشومانانځور: AP

اولمرت د شنبې په ورځ مطبوعاتي کانفرانس ته په دې يووالي باندې ټينگار وکړ او څرگنده يې کړه:«دا هغه لحظه ده، په کومه کې چې ښايي موږ ټول سره يو لاس شو، تر څو د جنوب خلک وژغورو او حکومت به دې موخې ته د رسېدلو هڅه کوي، دې همدې ملي يووالي پر بنسټ معامله وکوو او د هېواد په جنوب کې حالت بدل کړو. حکومت به له ټولو غړو او گوندونو سره پوځ ته دا فرصت ورکوي، تر څو خپلې ورسپارل شوې دندې سر ته ورسولی شي.»

ورين کوته په پای کي ليکي، د اسرائيلي رسنيو د نن سهارنيو رپوټونو له مخې، اسرائيلي ځمکني ځواکونه او زغرورې قطعې هم په ساحلي برخو کې راټولې شوې. يوه اسرائيلي جنرال چې په جنوب کې د پوځي قوماندانې پرغاړه لري، وويل، دا نظامي عمليات به د غزې تراړې په لسهاوو کالونه شا ته واچوي.

ماښام يو څو سوو تنو اسرائيليانو د تل ابيب په ښار کې د اسرائيلو د يرغل پر ضد مظاهرې کړېدي او ويل يې چې دا عمليات نه د اسرائيلو وگړي ژغورلی شي او نه صلح ورته راوړی شي.