1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزې باندي د هوا اوبو او مځکي له لاري عمليات پيل سوي

۱۳۸۷ دی ۱۵, یکشنبه

د اسراييلو لومړي وزير ويلي چي پر غزې باندي ددوی د ځمکنيو تعرضي عملياتو هدف دا ندی چي هلته د حماس واکمني پای ته ورسوي، بلکي غواړي داسي شرايط را منځ ته کړي چي د هغه ځای څخه د اسراييلو پر لور د توغنديو ګوزارونه نا ممکنه سي.

https://p.dw.com/p/GRo0
پر غزې باندي د اسراييلي ځواکونو ټانکونو اور بل کړی دی
پر غزې باندي د اسراييلي ځواکونو ټانکونو اور بل کړی دیانځور: AP

داچي اسراييلیان دحماس پر لارښونکو مشرانو باندي حملې کوي او په غزه کي ددوی د وزارتونو ودانۍ اونور اداري جوړښتونه له منځه وړي،او په دې ترڅ کي ډير شمير ملکي وګړي وژل کیږي، دا ټول به هسي چي اسراييل وايي يوازي ددې موخي له پاره به نه وي، چي د غزې د سیمي څخه دي نور د اسراييلو د خاوري په لور توغندۍ ونه توغول شي، نه داسي ښکاري چي اسراييل غواړي دحماس ډله له پښو وغورځوي

خو خبره داده چي د اسراييلو دغه دواړي موخي، که د سراييلو د خاوري پر لور د توغنديو د توغولو بندول وی يا د حماس د تند لاري اسلامی ډلي له پښو غورځول، په لنډه موده کي به يې تر سره کول ناممکنه وي. او له همدې امله اسراييلیانو اوس په ځمکني عملیاتو پيل کړی او داپلان دمخه طرحه سوی و چي لومړی به هوايي بمبارۍ وي او بيا به ځمکني عملیات پيل کیږي.

سره لدې چي دغه مسله نړیوالو ته کومه ناڅاپي خبره نه وه خو بياهم کله چي پرون اسراييلیانو د غزې پر سیمي باندي ځمکني عملیات پيل کړل د ډيرو له پاره يو شوک و. ځکه چي د غزې په سيمه کي د اسراييلیانو دغه نوي پوځي عملیات د کيفیت له مخه يوه نوې بڼه لري. که څه هم دنتايجو په هکله يې سړی څه نسي ویلای او سړی نسي پوهيدلای چي عواقب به يي څه وي.

سړی کولای سي هوايي حملې ډير ژر ودروي خو ځمکنۍ جګړې سړی نسي کولای چي سمدستي پاي ته ورسوي. داخبر هم ده چي ديوې سیمي څخه د عسکرو بيرته پر شا کول بايد د بريد کونکو د مسولینو له پاره داسي مانا ورنکړي چي ګواکي ددوی ځواکونو ماته خوړلې يا داچي دوي غواړي په اصطلا بيرته وتښتي. ځکه پدې صورت کي دغه ټولي قربانۍ به بېځایه وي. نو اوس چي اسراييلیانو دغزې پر سیمه باندي پوځي بريد کړی، بايد دوي خپل ددغه کار بريالیتوب وښه يي خو پوښتنه به داوي چي دغه بریالیتوب به څه ډول وي.

اسراييلي عسکر په غزه باندي د ورننوتو په حالت کي
اسراييلي عسکر په غزه باندي د ورننوتو په حالت کيانځور: AP

دا چي اسراييليان وايي ددغه سيمي څخه به نور داسراييلو دخاوري پر لور د توغنديو ګوزارونه نه کیږي، دا داسراييلیانو دبري ثمره نسي کيدای. بلکي که چيري دغزې په سیمه کي دحماس ډله له پښو ولويږي او په دغه سیمه کي هم د محمود عباس په مشرۍ د الفتح ډله د چارو واګي په لاس کي ونيسي، نو بيا به دنژدې ختيځ دسولي پروسه پر مخ ځي او اسراييلیان به د غزې په سيمه کي هم د داسي يوه خوا سره مخامخ وي چي ورسره خبرو ته کښېني.

داخو به يو ډول محاسبه وي چي په اسرايلو کي د اولمرت حکومت له ځانه سره کړې وي، خو دلته ددې خبري یادونه هم په کار ده چي د اسراييلو حکومت تراوسه دهغه چا پروا هم نده ساتلې چي غواړي د اسراييلو سره په جدي توګه د سولي خبري پرمخ بوزي. نو بله لاره به داوي چي اسراييلیان د غزې سیمه بيرته تصرف کړي په داسي حا ل کي چي په اسرايلو کي هيڅوک دا کار نه غواړي.

ددغو ټولو ستونزو د په نظر کي نيولو سره هسي چي ښکاري د غزې پر سیمه باندي د اسراييلو په حملې سره لانجې او پرابلمونه نسي حل کيدای او هسي چي ګومان کيدای سي ددغه عملیاتو په نتیجه کي به بيا يو اوربند منځ ته راځي چي دوام او قوام به ونلري او بيا جګړې او نښتي وي اوبیا به د سلهاو ملکي وګړو ویني تويږي، او هر واري د کرکو او بدګومانيو په زیاتيدو سره به په جګړ کي هم د زياتو بېرحميو څخه کار اخيستل کیږي.

دغه موضوع ته بايد په تيره بیا په واشنګټن او د برلين په شمول د اروپايي ټولني په نورو پلازمېنو کي هغه سياست مداران او مسولین فکروکړي چي د اسراييلو سره د يوه بېځایه خواخوږۍ په ښودلو سره ددغه هيواد خوانيسي او نه غواړي چي يو اوربند منځ ته راسي، پدې استدلال سره چي اسراييل حق لري له خپله ځانه څخه دفاع وکړي. طبعاً اسراييل دا حق لري خو نه دا چي هر واري ددغه حق د دفاع له پاره د نژدې ختيځ د لانجې حل لاپسي پېچلی سي.