1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزې د اسرائیلو هوایي بمبارۍ ادامه لري

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۵, چهارشنبه

اسرائیلو د غزې پر تراړې باندې خپلو هوایي بریدونو ته ادامه ورکړې ده او د حماس د لوړ پوړو چارواکو کورونه یې په نښه کړي دي. دغه نوي بریدونه تر هغې وروسته تر سره کیږي چې د مصر له لوري د اور بند یو وړاندیز ناکامه شو.

https://p.dw.com/p/1CdlS
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د رپوټونو له مخې اسرائیلي جنگي جیټ الوتکو د چهارشنبې په ورځ د حماس د یو شمیر جگپوړو چارواکو کورونه په نښه کړي دي. دغه بریدونه یوه ورځ وروسته د هغې تر سره کیږي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بینامین نتنیاهو، د حماس د رادیکالې اسلامپالې ډلې پر وړاندې چې د غزې په تراړه کې په دیموکراتیکه توگه د ټاکل شوي حکومت چارې په لاس کې لري، د اسرائيل د بریدونو د «پراخولو او سختولو» هوډ څرگند کړ.

د چارواکو په وینا اسرائيلي جنگي الوتکو د غزې ښار په لویدیځه برخه کې د حماس د یوه جگپوړي چارواکي محمد الظهر، کور په نښه کړی دی. عیني شاهدانو ویلي دي کله چې د نوموړي چارواکي پر کور برید وشو نو دی په کور کې نه وو.

پر دې سربیره اسرائیل د غزې په ښار او جبلیه کې لږ تر لږه د حماس د تندلارې ډلې د دریو چارواکو کورونه هم په نښه کړي دي. خو تر اوسه پورې د دغو پیښو د مرگ ژوبلې له پاړه کوم ارقام نشته. په عین وخت کې د رفاح په ښار کې په یوه برید کې درې تنه وژل شوي دي. د عیني شاهدانو د وینا له مخې په دغو کسانو کې د «اسلامي جهاد» په نامه د یوې تندلارې ډلې یو غړی هم شامل دی.

د اوربند وړاندیز ناکامه شو

د سه شنبې په ماښام (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۱۵مه) اسرائیلو د هوایي بریدونو د چمتووالي له کبله د غزې د شمالي څنډې اوسیدونکو ته د خپلو کورونو د خالي کولو خبرداری ورکړی وو. د «هاریتڅ» په نامه د اسرائیلۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې شاوخوا ۱۰۰ زره د غزې اوسیدونکي له دغه خبرداري څخه اغیزمن شوي دي.

تر دې مخکې مصر د سه شنبې په ورځ د اسرائیل او حماس تر منځ د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو وړاندیز کړی وو، اسرائيلو دغه وړاندیز منلی وو خو حماس بیا رد کړی وو.

اته ورځې تر مخه په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه د اسرائیلي هوایي ځواکونو د بریدونو په پایله کې تر ۱۹۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي. د یکشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د بشري چارو دفتر ویلي وو چې تر ۱۳۰ زیات ملکي کسان د بریدونو په قربانیانو کې شامل دي..

په عین وخت کې د نوې کړکیچ د پیل راهیسې د سه شنبې په ورځ اسرائیلي اړخ ته د مرگ ژوبلې د لومړنۍ پیښې رپوټ ورکړل شوی دی. د رپوټونو له مخې د ایریز پر سرحدي پوله د هوان گولۍ یو ملکي کس وژلی دی. زیاته شوې ده چې دغه کس اسرائیلي عسکرو ته خواړه رسول.

د اسرائیلو د پوځ د وینا له مخې دوی د مدیترانې د وړې کلابندې شوې سیمې چې ۱،۷ میلیونه نفوس لري پر ضد تر ۱۵۰۰ زیات هوایي بریدونه تر سره کړي دي. د اسرائیل د اټکلونو له مخې فلسطیني وسله والو پر اسرائیلو باندې شاوخوا ۱۰۰۰ توغندي توغولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب