1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پر ما نیوکه وکړئ، خو امنیتي ځواک ته څه مه واياست"

۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

حامد کرزي د سه شنبې په ورځ په کابل کي د محمود طرزي د زیږیدني د ۱۵۷ کلیزي په نړیوال سیمینار کي تيرو پيښو ته په کتو سره د افغان سرتیرو ستاینه وکړه او طالبان ئې بيا هم وروڼه وبلل.

https://p.dw.com/p/14f5M
انځور: DW

په داسي حال کي چې په کابل کي د طالبانو وروستیو بریدونو له هغوی سره د خبرو اترو پر بهیر نیوکي ډيري کړي دي او د افغانستان پارلمان یو شمیر وکیلان غوښتي دي چي افغان دولت باید له طالبانو سره د سولي پر خبرو اترو باندي له سره غور وکړي. ولسمشر کرزي طالبان خپل وروڼه بللي دي:

«ځیني کسان پر ما په رسنیو کي نیوکي کوي او وايي چې ولي طالبانو ته د ورور خطاب کوم خو زه د ورور دغه خطاب نه پریږدم. که پر ما هر څومره نیوکي هم وسي. نو طالبه وروره دغه اقدام چي ستا تر نوم لاندي تر سره شو که تا کړی وي او که نه اسلام ته څه گټه ورسیده.»

طالبان په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کي د یکشنبې د ورځي د بریدونو پړه پرغاړه اخیستې ده. هغوی ویلي دي چي دا د هغوی د پسرلني بریدونو پیل دئ.

"افغان سرتیري باید وستایل شي"

«له مطبوعاتو او کارپوهانو څخه زما هیله دا ده چي پر ولسمشر دي نیوکي وکړي، دا د دوی حق دﺉ. زه زر عیبونه لرم دوه زره نور دي دوی را پسي وتړي او و دي وایي. حکومت سل زره عیبونه لري دوه لکه نور دي هم پوري وتړي او و د وايي. د شورا، وکیل صاحبانو او د هرچا په اړه چي هر څه وایي و دي وايي. خو د سرتیرو، پولیسو او د هغو کسانو په اړه چي ددې هیواد د دفاع له پاره ولاړ دي باید ستاینه وکړي.»

دا د ولسمشر کرزي د هغي وينا مهم ټکي ول چي د محمود طرزي د زيږېدني د ۱۵۷ کليزي په وياړ جوړسوي نړيوال سیمینار کي وکړه. کرزي وویل چي ځیني کسان پر افغان امنیتي ځواکونو نیوکي کوي او وایي چي هغوی د پیسو له پاره جنګیږي، خو د هغه په وینا دا غلطه خبره ده. ولسمشر کرزي زیاته کړه چي افغان امنیتي سرتیري په ډیر کمو امکاناتو د افغانستان له خاوري څخه دفاع کوي.

اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه په ډیرو کمو امکاناتو او تر سختو شرایطو لاندي په افغانستان کي دندي تر سره کوي. افغان امنیتي ځواکونه په اوسط ډول ۱۲۰۰۰ افغانۍ معاش لري. افغان چارواکي تل د وسلو او نورو تجهیزاتو له نه شتون څخه سر ټکوي خو پردې سربیره هم په وروستیو کي د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته راوړني د یو شمیر کارپوهانو، افغان او بهرنيو چارواکو له خوا ستایلې شوي دي.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وویل چي افغان سرتیرو د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا وښودله چې د پېسو له پاره نه بلکي د خپل هیواد له پاره جګړه کوي:

«هغه سرتیري چي پرون لومړی د یاغیانو له خوا نیول شوو ودانیو ته وروختل، هغوی پوهیدل چي د یاغیانو له خوا ویشتل کیږي خو بیا ئې هم د خپلي خاوري له پاره خپل ځانونه قربان کړل. دا کار څوک د ۱۲۰۰۰ افغانیو له پاره کوي. دا کار د ایمان او هیواد سره د میني له مخي کیږي.»

کرزي وويل چې افغان امنیتي ځواکونه په ملي روحیه جنگیږي.
کرزي وويل چې افغان امنیتي ځواکونه په ملي روحیه جنگیږي.انځور: Reuters

یو شمیر افغان کارپوهانو هم د یکشنبې د ورځي په پېښو کي د افغان امنیتي ځواکونو فداکاري او ښه کار ستايلی. د افغانستان د چارو کارپوه یونس فکور، له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د یکشنبې د ورځي د بریدونو په ځپلو کي خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ او دا برید ئې په ډیر ښه ډول وځپه: «افغان امنیتي ځواکونو د یکشنبې د ورځي بریدونه په میړانه وځپل او د هغوی دا کار باید وستایل شي. هغوی خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ او داسي ودانیو ته وروختل چي پکښي یاغیانو ځای نیولی وو.»

ولسمشر کرزي د سه شنبې په ورځ په خپلو خبرو کي وویل چي اوس د یوه ولایت ځوانان په یوه بل ولایت کي عسکري کوي، دا د افغانستان ملي وحدت ښيي: «کله چي د بدخشان ځوان په پکتیکا کې دنده ترسره کوي او هره ورځ ورباندې بریدونه کیږي، دا د ۱۲۰۰۰ افغانیو معاش په بدل کې نه دئ.»

کرزي د افغانانو ملي وحدت د دغه هیواد د پرمختگ یو لامل وبله.

"په ستراتیژیک سند کي باید د پېسو اندازه ذکر شي"

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کي وویل چي له امریکا سره د ستراتیژیک سند په اړه خبري اتري رواني دي. هغه زیاته کړه چي افغان حکومت اوس پر دې ټینگار کوي چي امریکا باید په ستراتیژیک سند کي له افغانستان سره د خپلو کلنیو مرستو اندازه ذکر کړي:

«دوی وایي چي پېسې درکوو. په دې کي هیڅ شک نه سته چي راکوی ئې. خو دوی وایي چې په قرارداد کي د پېسو مقدار نه لیکو. موږ وايو چې نه، لږ پيسې راکړئ خو په قرارداد کي ئې اندازه ذکر کړئ.»

د ولسمشر کرزي په خبره امریکا ځکه نه غواړي چې په قرار داد کې د پېسو اندازه ذکر کړي چې د هغوی په خبره غواړي د دغو پېسو اندازه په راتلونکې کي لوړه کړي. خو د ولسمشر کرزي په خبره افغان حکومت وړاندیز کړی دئ چې په قرارداد کي ولیکل شي چې امریکا هر کال حداعقل دوه میلیارده ډالر له افغان پوځ سره مرستي کوي. د هغه په وینا د حداعقل د توري ذکر امریکا ته د دې امکان ورکوي چي په راتکونکې کي د خپلو مرستو اندازه لوړه کړي.

کرزي وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم افغانستان له دغو هیوادونو سره اړیکې ولري:

«نه غواړو چي د هغوی سرتیري دلته ډیر په تکلیف وي. او نه غواړو چې بهرني هیوادونه په افغانستان کې خپلې ډیري پيسې مصرف کړي. کله چې د هغوی سرتیري په افغانستان کې میشت وي د هغوی ډیري پيسې مصرفیږي. موږ غواړو چې د هغوی سرتیري خپلو هیوادونو ته ستانه شي او د هغوی لږ پيسې مصرف شي. هغه پيسې چي دوی ته پاته کیږي یو څه برخه دي موږ ته هم راکړي.»

په پلان کي ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه ټول بهرني سرتیري ووځي. تر دغي نیټې وروسته به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

افغانستان او امریکا اوس مهال پر یوه ستراتیژیک سند کار کوي چي له مخې به ئې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي تعریف شي. تر دې مخکي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د زندانونو درلودل او د هغوی له خوا د شپې د عملیاتو تر سره کول د دغه سند پر وړاندي تر ټولو لوی خنډونه گڼل کیدل. خو اوس چې دغه دواړه خنډونه څه نا څه له منځه وړل شوي دي هیله کیږي چي دا سند په نزدې راتلونکې کي لاسلیک شي.

ویل کیږي چې د دې سند له مخې به امریکا په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم پوځي اډي ولري.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل