1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر محصلينو د انترنيتي تماسونو ناوړه اغېزې

عبدالباري حکيم (بييانکا)۱۳۹۱ اسفند ۸, سه‌شنبه

ډيری محصلين چي له هيواده دباندي په زده کړو بوخت دي که له يوې خوا د سکايپ له لاري له خپل پلرني وطن سره د ليريتوب تنده ماتوي، له بلي خوا په تحصيل کي ورته د ستونزو سبب کرځي.

https://p.dw.com/p/17m2t
young woman lying on couch and spending time on laptop. Copyright: Igor Mojzes - Fotolia.com, #42672232
Social Mediaانځور: Igor Mojzes - Fotolia.com

د ډيرو بهرنيو محصلينو سهار په دې پيليږي چي خپل فيس بوک چک کړي او په پلرني وطن کي له خپلو ډيرو نژدې ملګرو سره چت وکړي او بيا له خپلو مېندو او پلرونو سره د سکايب له لاري مخامخ وګوري.

په آلمان کي ډيری دغه بهرني محصلين له خپلو نژدې ملګرو او په وطن کي له نژدې خپلوانو سره په تماس کي پاتيږي. برازيلي، فيليپ شيرک چي د برلين په پوهنتون کي په زده کړو بوخت دی، حتي وايي چي په بهر کي د تحصيل له پاره د هغه پر تصميم باندي ټولنيزي ميديا ډير مهم نقش درلود: «زه فکر کوم چي پرته له دي ښايي ما هيڅ دغه تصميم نه وای نيولي.»

نوموړي محصل ته چي په يهود پيژنده او انګليسي ادبياتو کي غواړي خپل بچلر سرته ورسوي، د تيلفون له لاري تماس ډير ګران تماميږي. دغه راز ليک استول او د بريښناليک له لاري تماس ورته ستونزمن ښکاري.

«رښتيا خبره دا ده چي دا زما د نوي کال تصميم وو، چي فيس بوک ته داخله نه شم»
«رښتيا خبره دا ده چي دا زما د نوي کال تصميم وو، چي فيس بوک ته داخله نه شم»انځور: Fotolia/WavebreakMediaMicro

خو يو بله محصله، سامانتا روز چي له بريتانيا څخه ده او د انفارمتيک په زده کړو بوخته ده، د ټولنيزي ميديا له لاري اړيکو ته د شک په سترګه ګوري. هغه ډير لږ فيسک ته داخليږي، چي د خپلو بريتانوي دوستانو احوال واخلي. هغه وايي کله چي آلمان ته راغله، په هماغه لومړۍ اوونۍ کي يې احساس وکړ چي په انترنتي تماسونو اخته ده او اصلي تحصيل ځني پاته کيږي، نو تصميم يې ونيو چي ډير زيات له دي لاري له خپلو دوستانو سره تماس ونه نيسي:

«رښتيا خبره دا ده چي دا زما د نوي کال تصميم وو، چي فيس بوک ته داخله نه شم، او که چيري داخليږم هم، ډير زيات بايد نه وي.»

نه يوازي سامانتا روز، بلکي ډيری نور محصلين هم په دې نظر دي چي انترنتي تماسونه د هغوی د زده کړي په چاپيريال کي د هغوی د ټولنيز ادغام له پاره يو ستر خنډ دي. د برلين په آزاد پوهنتون کي د زده کړو او رواني ستونزو له پاره د مشورتي دفتر آمر، هانز ورنر رويکرت هم دا خبره مني چي محصلين وخت په وخت ټولنيزه ميديا د يوې ستونزي په توګه عنوانوي:

«البته ډير لږ پيښيږي چي څوک پر دغي موضوع باندي مستقيما وغږيږي، خو ډيري وخت هغه د نورو موضوعاتو سره ه عنوانوي. د بېلګې په توگه يو محصل وايي چي: «زه په آلمان کي د هوسايي احساس نه کوم، تحصيل مي په ښه توګه پر مخ روان نه دی.»

رواني ډاکتران بهرنيو محصلينو ته سپارښتنه کوي چي د خپل هستوګني ترمخه په دې هکله فکر وکړي چي په نوي چاپيريال کي څرنګه خپل اړيکي سمبالوي. سپورتي کورسونه او دغه راز تفريحي فعاليتونه د تحصيل په چاپيريال کي د محصلينو د خپل منځي اړيکو له پاره ښه مرسته کولاي شي.

سر بيره پر دي د برلين په پوهنتون کي د زده کړو او رواني ستونزو له پاره د مشورتي دفتر آمر، هانز ورنر رويکرت يادونه کوي چي هر محصل بايد خپل تصميم ونيسي چي د تحصيل په موده کي له پلرني وطن سره اړيکي يې څرنګه وي:

«بيا نو مهمه خبره دا ده چي محصلين خپلو ميندو او پلرو ته، که هغوی په هسپانيه کي وي او که په آيسلند کي، څرګنده کړي چي هغوی غواړي دلته په ټولنه کي مدغم شي او هرو مرو نه ده چي هغوی دي په اووني کي دوه يا درې ځلي له ميندو او پلرو سره د سکايپ له لاري تماس ونيسي.»

خو هغه زياتوي چي په دي هکله هر محصل خپله پوهيږي چي څرنګه او له چا سره د زياتو اړيکو درلودلو سره ليوالتيا لري.