1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ملالي د بريد په تور لس تنه په عمري بند محکوم سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

پاکستانۍ محکمو پر ملالي يوسفزۍ باندي د بريد په تور ۱۰ کسه په عمري بند محکوم کړي دي. پر ملالي باندي په ۲۰۱۲م کال کي په سوات کي د پاکستاني طالبانو له خوا وسله وال يرغل وسو.

https://p.dw.com/p/1FIFD
انځور: Reuters/NTB Scanpix/C. Poppe

د پاکستان د پوليسو يوه چارواکي سيد نعيم ويلي دي چي۱۰ تنه ياغيان د ترويزم ضد يوه محکمه کي محکوم پيژندل سوي او هر يو په عمري بند محکوم سوی دئ. په پاکستان کي عمري بند ۲۵ کاله دئ.

دا پر ملالي يوسفزۍ باندي تر يرغل وروسته لومړۍ محکمه ده. په ۲۰۱۲م کال کي په سوات دره کي پر مالي باندي هغه مهال يرغل وسو چي هغه له ښوونځي څخه په يوه موټر کي کور ته روانه وه. دغه وسله وال کس لومړی موټر ودراوه د هغې د نوم پوښتنه ئې وکړه او فيرونه ئې ورباندي وکړي. ملاله په سر کي زخمي سوه او دوې نوري نجوني هم په دغه پېښه کي ټپياني سوې.

تر دغه بريد وروسته بيا پاکستاني طالبانو پر هغې باندي د يرغل مسئوليت پر غاړه واخيست.

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي په محکوم سوو کسانو کي له هغو څلور يا پنځو تنو څخه يو هم شامل نه دئ چي پر ملالي باندي ئې بريد کړی دئ. دغو چارواکو ويلي دي چي محکوم سوو کسانو د دغه يرغل په پلان جوړولو کي مرسته کړې ده.

د پاکستان پوليس په دې اند دي چي پر ملالي باندي اصلي يرغل کوونکی افغانستان ته تښتېدلی دئ.

د نوبل د سولي جايزې گټونکې

تر دغه بريد وروسته ملاله د بريتانيا د برمنگهام د ملکې اليزابيت روغتون ته انتقال سوه او ژوند ئې وژغورل سو. هغه او کورنۍ ئې د طالبانو د گواښ له کلبه نور خپلي کورنۍ ته را و نه گرځېده.

وروسته له هغه چي د ملالي روغتيايي وضعيت ښه سو د نجونو د زده کړو له پاره ئې تلاښوونه پيل کړل او په نړيواله کچه وستايل سوه. ملالي ته د ۲۰۱۴م کال د نوبل د سولي جايزه هم ورکړه سوه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل