1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ممتاز تیزاب اچوونکي ونیول شول

۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې څلور کسان یې پر یوې نجلۍ او د هغې پر کورنۍ د تیزابو د شیندلو په تور نیولي دي. دغه پیښه د تیرې میاشتې په وروستو کې رامنځ ته شوې وه.

https://p.dw.com/p/13PSa
نیول شوِي کسان کابل ته استول شوي دي
نیول شوِي کسان کابل ته استول شوي ديانځور: picture-alliance/dpa

وروسته له هغې چې رسنیو دغه پیښه په پراښه توګه پوښښ کړه، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې د لوړې کچې په اړه اندیښنې لا په سې ډیرې شوې.

تیره میاشت، ممتاز او د هغې د کورنۍ څلور نور غړي هغه وخت تر برید لاندې راغلل چې ممتاز د یوه کس سره د واده له کولو ډډه وکړه. د ممتاز کور ته ځینې وسلوال کسان چې پر مخونو یې ماسکونه هم اچولي ول ورننوتل او د هغې مخ یې په تیزابو وسوځاوه. د ممتاز پلار وایي چې میرمن او دوه نورې لورګاني یې هم په پیښه کې سوځیدلي دي.

اوس چې د دغه برید څخه څه نا څه دوه اونۍ تیریږي د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، وایي چې افغان پولیسو د پنج شنبي په ورځ د پیښې په اړوند څلور کسان نیولي دي:

«افغان پولیسو نصیر نومی کس او څلور نور کسان نیولي دي. دغه کسان د کندز په ولایت کې پر یوې کورنۍ د تیزابو د شیندلو په قضیه کې شکمن دي. دوی کابل ته د نورو قانوني مراحلو لپاره راوستل شوي دي.»

د پیښې په اړوند شکمن کسان په داسې حال کې چې لاسونه یې تړل شوي ول د رسنیو ته وښودل شوی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۱ کال په دوهمې ربعې کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۲۶ قضیې ثبت کړي دي. دغه شمیره په ټول ۲۰۱۰ کال کې ۲۷۰۰ قضیو ته رسیده.

ممتاز وروسته له هغې چې د یوه محلي زورپالې سره د واده کولو څخه ډډه وکړه، د خپل پلار او مور په مرسته د یو بل کس سره نامزاده شوه. د هغې تر نامزدۍ څو اونۍ وروسته شپږ یا اوه کسانو د شپې لخوا پر هغې او کورنۍ یې برید وکړ.

د اکسفام د رپورټ له مخې په افغانستان کې ۸۷ سلنه میرمنې د تاوتریخوالې له یوه ډول سره مخامخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تیره میاشت خبر ورکړ، هغه قانون چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی ډیر نه پلې کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض