1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر نازي آلمان باندي د برياليتوب 65 کاليزه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د مسکو پر وخت ټيک لس بجې په سره ميدان کي پر نازي آلمان باندي د برياليتوب 65 کاليزه ولمانځله سوه.

https://p.dw.com/p/NJpJ
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل په سره ميدان کي د نورو دولتي مېلمنو سره د عسکري رسمي گذشت څخه د ليدني پر مهال
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انگيلا ميرکل په سره ميدان کي د نورو دولتي مېلمنو سره د عسکري رسمي گذشت څخه د ليدني پر مهالانځور: AP

شاوخوا11 زرو سرتيرو، چي د هغو په ډله کي د برتانيې، فرانسې او امريکا د متحده ايالاتو پوځي ټولګيو هم برخه درلوده، په دغو سترو او تر اوسه پوري ډير لګښت لرونکي لمانځنه کي برخه واخيسته.

د عسکر ي رسم ګذشت پر وخت د روسيي ملي او د دوهمي نړيوالي جګړي د فاتحينو ګډ بيرغونه د مېلمنو د ستيژ مخه ته تير سول.

په دغه مراسيمو کي د ډيرو دولتي مشرانو تر څنګ د آلمان صدراعظمي انګلا ميرکل هم ګډون کړی و. ميرکل خپل ګډون د دوهمي نړيوالي جګړې له فاتيحينو سره د خپل هيواد د پخلايني په توګه وستايه.

د جګړې څخه ژوندي پاته سوو عسکري منسوبينو ته په يوې لنډي وينا کي د روسيې جمهور رئس ديميتري ميدويديف تينګار وکړی، چي د پخواني شوروي اتحاد ولس ستره قرباني ورکړه،چي بلاخره پر فاشيزم يي لاس بری پيدا کړی.

« شوروي اتحاد د فاشيستانو د سختو بريدونو په وړاندي مقاومت وکړی. هغوئ خپل درې پر څلرمه سرتيري ختيځ جبهې ته واستول. هغوئ غوښتل چي زموږ هیواد د خاورو او ایرو سره برابر کړی، خو هغوئ د زړه ورتيا او قوت د يو سخت مقاومت سره مخامخ سول.»

ميدويديف وويل، نړۍ بايد د تراژيديو او جګړو، لکه د دوهمي نړيوالي جګړې په مخنيوي کي خپلي هڅي و نه سپموي. دا چي د ناټو ځينو ټولګيو او روسي سرتيرو نن په دې عسکري رسمي ګذشت کي په ګډه برخه واخيسته، ددې نښانه ده، چي په ګډه دسولي څخه د دفاع لپاره چمتوالی څونه ستر دی.

د روسيې جمهور رئس يادونه وکړه، چي پيوستون او همکاري هغه ستر درس دی، چي د دوهمي نړيوالي جګړې څخه اخيستل سوی دی.

« نن يوازي په ګډه کولای سو، چي دګواښونو په وړاندي مقاومت وکړو. یوازي د ګاونډيتوب د ښو اړيکو پر بنسټ کولای سو، چي نړيوالي امينتي ستونزي سره حل کړو. تر څو د عدالت او د ښه توب غوښتني په ټوله نړۍ کي برياليتوب ته ورسيږي، او د راتلونکو نسلونو ژوند ازاد او بختور وګرځي.»

Nagel, Christina/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل